د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

یو شمېر افغان سېکهانو او هندوانو ولې افغانستان پرېښود؟


هند ته تللي یو شمېر افغان سېکهان و هندوان
هند ته تللي یو شمېر افغان سېکهان و هندوان

د افغان سېکهانو پر وړاندې د لوړو امنيتي ګواښونو سره سره یو شمېر دوی وايي، افغانستان نه‌پرېږدي او دا یې خپل وطن دی.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د افغان سېکهانو لومړنۍ جوپه چې ۱۱ تنه په‌کې شامل و، هندوستان ته ولاړه.

هندوستان ته د افغان سېکهانو تازه کډه کېدل نن د ټولنیزو رسنیو ګرمه موضوع ده.

په تویټر او فېس‌بوک کې ګڼ شمېر خلکو د افغان سېکهانو تلل هندوستان ته د خپګان خبره یاده کړې او ویلي دي چې افغان حکومت د دې لږکیو په امنیت کې پاتې راغی.

هند ته یو شمېر تللې افغان سېکهـ کورنۍ
هند ته یو شمېر تللې افغان سېکهـ کورنۍ

خو یو شمېر دوی د لوړو امنيتي ګواښونو سره سره وايي، په هېڅ ډول خپل هېواد نه‌پرېږدي.

په پکتیا ولایت کې مېشت افغان سېکهـ جګ مونګ سنګهـ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، د هندوستان د تګ وړاندیز ورته شوی، خو خپل هېواد نه‌پرېږدي.

ښاغلی سېنګهـ زیاتوي: "دا زموږ وطن دی موږ خپل وطن نه‌پرېږدو، هندوستان وايي چې راشئ خو دلته موږ رالوی شوي یو، کله دا کار کوو، په دې وطن کې پیدا شوي یو، همدغه مو خاوره ده، ځان مو له دې خاورې جوړ دی، دلته مو کاروبار دی، خلاصه ژوند همدلته دی. افغانستان مې کور دی دلته پیدا شوی یم او همدلته به مرم."

له افغانستان نه هندوستان ته د افغان سېکهانو ۱۱ کډه شويو کسانو کې یوه هم د ندان سنګهـ کورنۍ ده، هغه سېکهـ چې تېره میاشت په پکتیا ولایت کې تښتول شوی و.

جګ مونګ سنګهـ وايي، د ندان سنګهـ لور هم نږدې وختونو کې اختطاف شوې وه چې بیا بېرته راخوشې شوه.

د ده په خبره، نور ژوند ورته تریخ شوی و او اړ شو چې افغانستان پرېږدي.

هڅه مو وکړه په کابل کې د افغان سېکهانو د استازو ترڅنګ هند ته د تللي افغان سېکهانو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شوو.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د هندوستان سفارت وویل چې له افغانستان نه د افغان سېکهانو ۱۱ تنه هندوستان ته رسېدلي دي.

له دې سره جوخت یو شمېر هندي رسنیو هم خبر ورکړ چې د هند حکومت پتېیلې چې د شاوخوا ۶۰۰ افغان سېکهانو او هندوانو ته اوږدمهالې ویزې ورکړي.

د روان کال په وروستیو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره پر سېکهانو او هندوانو هم وسله‌والې حملې زیاتې شوې. د د وري په شپږمه د کابل پر یوه درمسال د وسله‌والو په برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

اوس باور دا دی چې دا او دې ته ورته نورو بریدونو بالاخره افغان سېکهان د خپل وطن پرېښود ته اړ کړل.

ارشیف، کابل کې پر درمسال د داعش حمله
ارشیف، کابل کې پر درمسال د داعش حمله

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د افغان سېکهانو امنيت او خونديتوب خپل لومړیتوب ګڼي.

د دې وزارت ویاند طاریق ارین وايي: "د ټولو افغانانونو په ځانکړي ډول د اهل هنود وروڼو د ژوند ساتنه زموږ لومړیتوب دی او موږ په دې برخه کې له نږدې کار کوو، موږ د اهل هنود وروڼو سره له نږدې همکار یو هغه ګواښونه چې دوی ته متوجې دي موږ یې د لیرې کولو لپاره لازم اقدامات کړي."

طارق ارین
طارق ارین

افغان سېکهان په داسې حال کې افغانستان پرېږدي چې اوس‌مهال یوازې په کابل، ننګرهار، غزني او پکتیا ولایتونو کې د دوی شااوخوا ۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي.

د ازادي راډیو د سیمه‌ییزو خبریالانو د معلوماتو له مخې په دې ولایتونو کې افغان سېکهان شااوخوا ۱۱ عبادت‌ځايونه لري.

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ درې پېړۍ وړاندې په افغانستان کې د افغان سېکهانو او هندوانو شااوخوا ۸۰ زره کورنۍ مېشتې وې چې د وخت په تېرېدو سره د دغه لږکیو شمېر راکم شو او د بېلابېلو ستونزو له امله نورو هېوادونو ته کډه شوې.

XS
SM
MD
LG