د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

نیویارک ټایمز: جګړو او ځورونو د سېکانو د کورنیو شمېر ۸۰۰ ته راټیټ کړ


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په جلال‎اباد کې د یکشنبې د ورځې د برید په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې ځان وژونکي برید د لسګونو وژل شوېو یا ټپي شوېو په ډله کې اکثر هندوان او سېکان وو.

نیویارک ټایمز لیکي، څلور لسیزې مخکې چې په افغانستان کې جګړې نه‎وې، نو د سېکانو تر ۶۵ زره ډېرې کورنۍ په دغه هېواد کې اوسېدلې، خو اوس جګړې او ځورونو دغه شمېره ۸۰۰ ته راټیټه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د جلال‎اباد د چاودنې یو قرباني هم راول سېنګ و چې د مدني ټولنې یو فعال غړی و.

نیویارک ټایمز لیکي، په وروستیو کې په بامیان کې د موسیقي د یوې نندارې په تنظیم کې هم راول سېنګ برخه اخیستې وه.

له جګړو د درېدو لپاره د سولې هڅې په افغانستان کې پراخې شوي دي او تمه ده چې راتلونکي اوونۍ د ناټو د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې هم د افغانستان د سولې مسئله وڅېړل شي.

  • ایرو ایشیا وویو

ایرو ایشیا وویو خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې په اړه لېکنه خپره کړې ده.

په‎دې مقاله کې د اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته اشاره شوې ده او راغلي دي چې له دې سره په افغانستان کې اوږدمهالې سولې ته هیلې پیدا شوي.

ایروایشیا وویو بیا لیکي:

نړیواله ټولنه باید اوس طالبان او حکومت وهڅوي چې اوربند وکړي، څو د سولې خبرو ته لار هواره شي.

د خپرونې په باور د سولې خبرې یا د احتمالي سولې تړون باید له یوې غښتلي اقتصادي پانګونې سره مل شي چې خلکو ته کار پیدا شي، تر څو د ډاډ وړ سولې او ثبات ته لار هواره شي.

ایروایشیا وویو بیا په افغانستان کې د جګړې د دوام علت فقر او بې کاري ګڼي.

خپرونه وړاندې څرګندوي چې افغانان نېژدې څلور لکه نویو کارونو ته اړتیا لري، څو د دغه هېواد له زیاتیدونکي نفوس سره یو انډول رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG