د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د افغانستان د سېکهانو او هندوانو دوهمه جوپه هم هند ته ځي


سردار ګربچهن سېنګهـ غزنیوال (ښی) په کابل کې د ازادي راډیو له خبریال نصرت پارسا سره د مرکې پر مهال
سردار ګربچهن سېنګهـ غزنیوال (ښی) په کابل کې د ازادي راډیو له خبریال نصرت پارسا سره د مرکې پر مهال

د افغانستان د سېکانو او هندوانو دوهمه جوپه هم افغانستان پرېږدي.

د دغې لږکۍ یوه ۲۰۰ کسیزه ډله به تر راتلونکو پنځو ورځو پورې، له افغانستان څخه ووځي.

د دغې دیني لږکۍ ځینې کورنۍ وايي، امنیتي ګواښونه او د دوی د ملکیتونو غصبېدل لامل شوي چې له خپل اصلي هېواد افغانستان نه ووځي.

د دوی له ډلې سردار ګربچهن سېنګهـ غزنیوال ۵۰ کاله مخکې په غزني ولایت کې زېږېدلی دی.

دی په افغانستان کې د دغې دیني لږکۍ څخه دی چې غواړي څو ورځې وروسته له افغانستان سره خدای په اماني وکړي.

څلور میاشتې مخکې په کابل ښار کې د دوی پر عبادت ځای په حمله کې د ده د کورنۍ ۹ غړي ووژل شول.

آرشیف، حمله بر درمسال هندو باوران در کابل
آرشیف، حمله بر درمسال هندو باوران در کابل

غزنیوال په افغانستان کې کور نه‌لري او له مېرمن او درې اولادونو سره په خپل یوه عبادت ځای کې اوسېږي.

دی وايي له یوې ورځې نه بلې ته د ده او د نورو سېکهانو او هندوانو پر وړاندې، امنیتي ګواښونه ډېرېږي.

ښاغلی غزنیوال چې له ازادي راډیو سره‌یې په خبرو کې اوښکې بهېدې له ځینو مسلمانو هېوادوالو څخه‌یې ګېله وکړه.

دی وايي: "حتی کله چې په موټر کې کېناستو مسلمانو وروڼو به راته ویل، سرداره د هندوستان له کوم ځایه راغلی یې؟ دومره فکر نه‌کوي څوک چې له هندوستان نه راشي څنګه کولای شي په پښتو او دري ژبه وغږېږي. زه په پښتو او دري ژبو خبرې کوم، دې ته هېڅ فکر نه‌کوي."

ګربچهن سېنګهـ یوازنی سېکهـ نه‌دی چې په پام کې ده، له افغانستان څخه ووځي.

په ولسي جرګه کې د افغانستان د سېکانو استازی نرېندر سېنګهـ وايي، په پام کې ده چې ۱۸۰ سېکان تر راتلونکو پنځو ورځو پورې هندوستان ته ولاړ شي.

دی له افغانستان نه د هندوانو او سېکانو د وتلو لامل، امنیتي ګواښونه ګڼي: "که حکومت توجه ونه‌کړي، تر راتلونکو ۲۰-۲۵ ورځو پورې موږ تصمیم لرو چې سېکهان له افغانستان نه ووځي. ځکه دوی په افغانستان کې سوکاله ژوند نه‌لري. پر درمسال له حملې څلور نیمې میاشتې ووتې، خو عملیاتي واحدونو تر اوسه پورې دغه درمسال ونه‌رغاوه چې سېکهان ورته زړه ښه کړي."

نرېندر سېنګهـ
نرېندر سېنګهـ

مخکې له دې هم د سېکهانو یوه کورنۍ له افغانستان نه هند ته تللې وه.

نرېندر سېنګهـ خالصه وايي، د دغې کورنۍ یوه ۱۳ کلنه ماشومه تېره میاشت سړي تښتوونکو پنجشېر ولایت ته لېږدولې وه.

ده وویل کله چې پولیسو دغه ماشومه له سړي تښتوونکو وژغورله، یاده کورنۍ هند ته لاړه.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي و چې که هېواد کې سوله ټینګه شي، د افغانستان سېکهان او هندوان به بېرته راستانه شي.

اوس په افغانستان کې د سېکهانو شاوخوا ۲۴۰ کورنۍ اوسېږي.

دوی پخوا تر دې هم په کورنیو جنګونو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېرې سختې ګاللې دي.

XS
SM
MD
LG