د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغان سېکهانو ویساک؛ سږني مذهبي مراسم کم‌رنګه وو


ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې ویساک مذهبي مراسم
ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې ویساک مذهبي مراسم

نن په کابل کې افغان سېکهانو د ویساک مذهبي مراسم يا اختر ونمانځه، خو د دوی وايي د نورو کلونو په پرتله سږني مراسم کم‌رنګه وو.

په کابل کې مېشت افغان سېکهـ سوني سېنګهـ خواشینی دی، وايي سږنی ويساک‌یې خورا کم‌رنګه و. په دغو مراسمو کې یوازې ٣٠ تر ٤٠ پورې افغان سېکهانو ګډون کړی وو.

نوموړی وایي، امنیتي ګواښونه او ناامنۍ لامل شوي چې اکثره سېکهـ کورنۍ بهر ته کډه شي.

سوني سېنګهـ زیاتوي: "نن د ویساک لومړۍ ورځ وه چې موږ ونمانځه، په خواشینۍ سره چې خلک ډېر کم و، پخوانیو کلونو کې به موږ دا جشن شپږ تر اتو ورځو پورې نمانځه چې زرګونه کسانو به ګډون کاوه، خو نن سهار موږ تر ٤٠ پورې کسان راټول شوو او مراسم مو ترسره کړل، په دوی کې هم اکثره مسافر و او یوازې د څو کسانو کورنۍ دلته اوسېږي."

د افغان سېکهانو د کورنۍ د یو غړي مړی چې په ننګرهار کې د یو ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.
د افغان سېکهانو د کورنۍ د یو غړي مړی چې په ننګرهار کې د یو ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

سوني سېنګهـ وایي، د نا امنیو ترڅنګ مذهبي تبعیض بله ستونزه ده چې اکثره ورسره مخ دي.

نوموړي هېله وښوده چې په افغانستان کې سوله ټینګه او ټولنیز توپیرونه له‌منځه ولاړ شي.

بهر مېشتی افغان ديا سېنګهـ انجان چې د هند په نوې ډهلي کې د مسافرت ژوند کوي، په اوښکو ډکو سترګو سره سوړ اسوېلی کوي وایي، ویساک خپل وطن او وطنوالو سره خوند کوي، خو اوس له وطن نه لیرې ژوند کوي.

ديا سېنګهـ انجان د جلال‌اباد د سلطان‌پور د چینې کېسه کوي چې په زرګونو خېمې به درېدلې او دا جشن به دوی نمانځه.

دی وايي: "موږ دا پرتمینه ورځ ویساک په خپل وطن کې په شاندارو مراسمو نمانځه، په ځانګړي ډول د جلال‌اباد په سلطان‌پور کې چې هلته یوه چینه ده، په زرګونو خېمې درېدلې، اووه ورځې به دا جشن نمانځل کېده، بدبختانه اوس موږ مهاجر یو، نه‌یوازې په هند کې، بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره یو او ويساک د مهاجرت په شپو کې نمانځو.“

انجان وايي د مهاجرت شپې ورځې ورته سختې تمامېږي او د داسې ورځې په تمه ژوند کوي چې وطن ته سوله راشي.

په کابل کې په یوه ګوردواره کې راټول شوي افغان سېکهان
په کابل کې په یوه ګوردواره کې راټول شوي افغان سېکهان

انجان زیاته کړه: "د وطن یادونه مو ځوروي، باور وکړﺉ ډېر مو ځوروي، بس له الله ج نه دا هیله لرو چې سوله راباندې پېرزو کړي ترڅو بېرته د خپل وطن په خړو کوڅو کې خپلو وطنوالو سره دا ورځ ونمانځو."

په دې وروستیو کې ډېری افغان سېکهان او هندوان له هېواده بهر کډوال شوي دي.

اوس په ټول افغانستان کې د هندوانو او سېکهانو شمېر د ګوتو په شمار دی.

د نا امنیو ترڅنګ توپیري چلند بله هغه ستونزه ده چې افغان هندوان او سېکهان‌یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار څو ورځې مخکې ازادي راډیو سره په يوې ځانګړې تصويري مرکه کې وويل چې دا توپیري چلند ځوروونکی دی او باید خاتمه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG