د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۱

افغانستان

په ننګرهار کې د سکانو (ویساک) پیل شو

په ننګرهار کې د سکانو د لوی اختر(ویساک) درې ورځنی اختر نن پیل شو.

په ننګرهار کې د سکانو وياند ډاکټر ارميت سنګهـ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د سکانو د مذهبي لوی اختر مراسم نن د پنجشنبې په ورځ په رسمي دول د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ د سلطانپور په سیمه کې پیل شو، چې درې وځې به دوام وکړي.

سکان په داسې حال کې د ويساک مراسم نمانځي، چې د کورنيو جګړو له امله په هېواد کې له ٣٧٤٦٤ سکهـ کورنيو څخه د هېواد په پنځو ولايتونو کې يواځې ٤٠٠ کورنۍ پاتې دي او ٨٤ يي مهاجر شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې کرونا ویروس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه مړه کړل

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ افغانان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

دې وزارت همداراز په یاده موده کې په کرونا ویروس د ۱،۷۲۲ تنو اخته کېدا هم تأیید کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۹۶ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۳ زره ۸۰۰ ډېر نور ورڅخه مړه شوي دي.

خو ویل کېږي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو او ورڅخه مړینو شمېر تر دې خورا ډېر دی، ځکه چې ډېری افغانان لا هم ټولنیز واټن نه‌رعایتوي او نورو طبي سپارښتنو ته لازم پام نه‌کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ننګرهار کې د واکسیناتورانو په وژنه کې طالبان ملامت کړل

ننګرهار کې تېره ورځ د یوه وژل شوي واکسیناتور مړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسیناتورانو د وژلو په خاطر وسله‌وال طالبان ملامت کړل.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه وزارت د طالبانو جنایت بللی دی.

په خبرپاڼه کې د دې ډول پېښو د عاملانو پر محاکمه کېدو ټینګار شوی دی.

طالبانو د ننګرهار د پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت 'سرپرست' وټاکل شو

بسم‌الله محمدي

بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

یوه باخبره حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د هغه ګومارنه تأییدوي.

په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوه بله باخبره سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې ټاکل شوې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمدي ګومارنه تر سبا وروستۍ شي.

دا په داسې حال کې د مسعود اندرابي له لیرې کېدو جمهور رئیس غني حیات‌الله حیات د دغه وزارت د سرپرست په توګه ګمارلی و چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له تند غبرګون سره مخ شو.

بسم‌الله محمدي پخوا هم د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

ارشیف، د زلمي خلیلزاد او اس جې شنکر لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې.

دواړو پر خپلو ټویټرپاڼو کښلي چې د سې شنبې په ورځ‌یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.

خیلزاد لیکلي چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې ډېر مهم رول لوبولی دی.

ده همداراز ویلي، له هند او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه کار کوي چې له افغانانو سره په سوله، امنیت او اقتصادي غوړېدا کې مرسته وشي.

افغانستان او ازبیکستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا غږیدلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره وکتل

افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې اړه د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف پرون سې شنبه ( د غبرګولي په ۲۵مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، دوی د افغانستان د سولې پر پروسې، د منځنۍ او جنوبي اسیا نړیوال کنفرانس ته د تیارۍ پر بهېر او دغه راز د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې وکړې.

د هرات کروندګر: ایراني زعفرانو د افغاني زعفرانو بیه راټېټه کړې

زعفران

د هرات ولایت د زعفرانو کاروباریان او کروندګر وايي، د افغانستان له لارې د ایران د زعفرانو صادراتو د افغاني زعفرانو بیه نیمايي ته راټیټه کړې ده.

دوی وايي، د افغانستان د ولسمشر له فرمان سره-سره چې هېواد ته یې له بهره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړي، بیا هم له ایرانه زعفران واردېږي.

د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال دغه ولایت کې له ۸ زره هکتاره ځمکې د ۲۱ ټنه زعفرانو حاصل ټول شوي او څه باندې ۲۰ زره کورنۍ په دې برخه کې په کار بوختې دي.

چارواکي: د فاریاب دولت اباد او د کندز خان اباد له طالبانو پاک شول

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان په شمال کې شاهین قول اردو نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د لومړي کنډک ځواکونو یې د کومانډو په مرسته نن چهارشنبه سهار د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړه.

د شاهین قول اردو له خبرپاڼې سره سم، د دولت اباد ولسوالۍ تصفیوي عملیات د سهار په ۳ بجو پیل او تر ۶ بجو او ۲۰ دقیقو پورې یې دوام وکړ.

شاهین قول اردو د عملیاتو په ترڅ کې د دواړو خواوو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا په کندز کې چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ یې هم بېرته نیولې ده.

دا ولسوالۍ په وروستیو څو ورځو کې لږ تر لږه دوه ځلي لاس په لاس شوې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال بشپړ شو

کندهار کې لوی کانال

په کندهار کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یو لوی کانال پروژه بشپړه شوه.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه د اسیا پراختیايي بانک او 'IFAD' له لوري تمویل شوې ده.

د دغه کانال کار د نږدې یو کال په موده کې د ٣٠ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د کانال د پروژې له خوا بشپړ شوی دی.

نوموړي وویل چې د دغې پروژې په ترڅ کې سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شوي او د سیمې ۲۳۸۰۰ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په حاجیانو کلي کې د ۵۱۶۷ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د دې پوخ کانال کارونه نن بشپړ شول.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۵۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

افغان چارواکي: ۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړیږي

ارشیف، په یوه پنډغالي کې افغان کډوال

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دا مهال ۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړېږي.

دا خبرې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال شېرشاه امیري، نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'FAO' او مرستندویو هېوادونو په ۴۲ مه غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.

نوموړي وویل چې له پنځو کلونو ښکته ۴۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ په ستونزه اخته دي او ۵۵ سلنه هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ښاغلي امیري وویل، دوی د بې وزلۍ او خوار ځواکۍ سره د مبارزې په پار د افغانستان د اوبو لګولو د سیسټمونو او د بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د پیاوړتیا او د طبي بوټو د مرکزونو جوړولو په پار د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستې او همکاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'FAO' هم له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

د هرات په انجیل کې د یوې کورنۍ پر غړو ډزې شوي، ۲ مېرمنې یې وژلي

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو هغه مهال ډزې کړي چې د یوه پارک دننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی دی او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره شپه په نوبادام سیمه کې شوې، خو لا معلومه نه ده چې انګېزه یې څه وه او د چا له خوا ډزې شوي دي؟

د تاوتریخوالي اړوند بل خبر دا دی چې بدخشان کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو قوماندان له شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی.

والي زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي چې دا کسان تېره شپه په کشم ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې له څو لورویو پر پوستې برید وکړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه چارواکي: موټر سایکل سپرو وسله والو یو ملکي ډاکټر وژلی

ډاکټر امید حبیبي

د فراه ولایت امنیې قومانداني، د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ملکي ډاکټر د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دې قوماندانۍ ویاند، فاروق حضرتي، پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه څېړنې پیل شوي دي: "ډاکټر امید حبیبي د فراه په یوه شخصي کلنیک کې دنده درلوده، موټرسایکل سپرو وسله والو دی پرون غرمه ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل کور مخې ته په ډزو شهید کړی دی."

لا د دې وژنې انګېزه معلومه نه ده او چا د پېښې مسوولیت هم نه دی منلی.

د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د ازادي راډیو خبریال وايي، ډاکټر امید حبیبي کومه دولتي وظیفه نه درلوده، په خپل شخصي کتنځي کې د کار تر څنګ یې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کاوه.

د طالبانو له لوري د فراه د اناردرې ودانۍ نړیدل عکس العملونه پارولي

د افغانستان په نقشه کې د فره ولایت

د وسله والو طالبانو له خوا د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ نړول کېدو عکس العملونه پارولي دي.

د فراه ولایت یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښوولو په شرط تاییدوي چې د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له خوا نړول شوې ده.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خبریالانو خپره کړې، ښکاري چې طالبان دغه څو پوړیزه ودانۍ په بمونو نړوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پرون په ټویټر کې لیکلي، طالبان د چا او څه شي استازیتوب کوي؟

مېرمن اکبر پوښتنه کړې چې په یوه لېرې پرته او نېستمنه سیمه کې د یوې ودانۍ نړول د طالبان کوم پیغام په ډاګه کوي؟

طالبانو په وار- وار په خپلو اختریزو پیغامونو کې عام المنفعه تاسیساتو ته د زیان نه اړولو ژمنې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت: ۵۱ پایې تخریب شوي

د مخابراتي شبکو پایې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د مخابراتي شبکو ۵۱ پایې په بشپړ یا نسبي ډول تخریب شوي دي.

په دغه وزارت کې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې ویاند، سعید شینواري پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په سطحه، د جګړو، ناامنیو او امنیتي تهدیدونو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول تخریب شوي دي. په دې کې هغه سایټونه هم راځي چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي دي."

اترا وايي، تېر لمریز کال ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه وړل شوي او دغه سکټور ته یې تر ۱۷ میلیون ډالرو پورې زیان اړولی دی.

د افغانستان او هندوستان د فوټبال سیالۍ؛ یو د یو پر وړاندې مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

تېره شپه د افغانستان او هندوستان د فوټبال ملي لوبډلو مسابقه یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

دغه مسابقه د قطر د پلازمېنې دوحې په جاسم بن حمدسټوډیوم کې وشوه.

افغانستان په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲میلادي کال نړیوال جام او په ۲۰۲۳میلادي کال کې د اسیایي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره یو وار په ۲۰۱۹میلادي کال کې د بنګله دېش په وړاندې مسابقه ګټلې ده.

درې وارې یې مسابقې مساوي شوي او څلور وارې یې لوبې بایللي دي.

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتيا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ويروس د اخته شويو او له دې ویروسه د مړو شويو شمېر اعلان کړ.

له دغه وزارت د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳،۸۷۵ کسانو کرونا ټسټ شوې چې ۱،۶۴۷ کسان په دغه ویروس اخته پېژندل شوي.

دغه‌شان په همدې موده کې ۷۸ کسان ترې مړه شوي او ۲۳۲ ترې روغ شوي دي.

په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۹۴،۹۱۹ کسان په دې وبا اخته شوي او ۳،۷۶۱ کسان ترې مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG