د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

"د اهل هنود افغانانو حقونه به خوندي ساتل کېږي"


په ننګرهار کې د اهل هنودو د ویساک ۳۱۸مې کلیزې درې ورځني مراسم د سې شنبې په ورځ د امنيت په فضا کې پای ته ورسېدل چې د ننګرهار ولایتي چارواکي او د جلال اباد ښار یو شمېر اوسيدونکي د دغو مراسمو په وروستۍ ورځ د دوی په خوښیو کې د ګډون په موخه ورغلي وو.

د جلال اباد د مرکزي درمسال ویاند حرمیت سنګهـ په خپلو خبرو کې وویل دوی تل په ملي مسایلو کې د نورو افغانانو په څېر خپل مسؤلیت ادا کړی او غوښتنه يې وکړه چې افغان حکومت هم باید د دوی حقوقو ته درناوی ولري:

"د الله جله جلاله شکر دی چې د وطن سره مو نمک حرامي نه ده کړې او خدای دې موږ ته توفیق راکړي چې هیڅکله وطن سره نمک حرامي ونه کړو او په حکومت باندې هم حق دی چې د دوی د تعلیم لپاره، د دوی امنیت لپاره او د دوی د مذهبي ځایونو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي، زموږ لس زره کسان هند ته لاړل چې دا نور لاړ نشي."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی و په دې ولایت کې مېشتو اهل هنود ته يې ډاډ ورکړ چې د دوی به ټول حقوق خوندي ساتل کېږي او په پام کې لري چې ډېر ژر به د دوی سالمو وړاندیزونو ته عملي بڼه ورکړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی و
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی و

هغه زیاته کړه:

"ټولو غوښتنو ته به په خپل وخت سره مثبت ځواب ورکول کېږي ځانګړی مکتب چې د دوی حق دی هغې ته زمینه مساعده شوې ده او ډېر ژر به جوړېږي، بل د زاړه درمسال سړک موضوع ده چې ان شاءالله سږ کال به پرې کار پيلېږي او بل د سلطانپور چینو ترمیم او بیارغونه ده هغه به هم جوړيږي او موږ دا وعده درکوو چې ستاسو هغه جایدادونه چې غصب شوي دي هغه به د غاصبينو نه راخلاص او تاسو ته به سپارل کېږي."

بلخوا د ننګرهار د حج او اوقاف رئيس مولوی عبدالظاهر حقاني وویل په تېرو څو لسیزو ناخوالو کې دوی سره توپيري چلند شوی او زیاته يې کړه چې اسلام پراخه دين دی او باید د دوی درناوی وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی حج او اوقاف ته راغلي موږ د دوی عزت ساتلی او د دوی د معبدونو احترام زموږ او ستاسو وجیبه ده، تاسې یقين وکړئ دوی همیش د وطن او مسلمانانو سره خپله مينه او محبت ساتلی خو موږ او تاسو د دوی حق په درست شکل نه دی ادا کړی."

د دې مراسمو په وروستی برخه کې د مرکزي درمسال مشر له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای ورغلو میلمنو ته د نغمو په بدرګه څو مذهبي کلامونه او یو شمېر ځوانانو بیا د لرګيو لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د ویساک مذهبي جشن هر کال په ننګرهار کې د مېشتو اهل هنود لخوا نمانځل کېږي چې په لومړی ورځ درمسال کې او دویمه ورځ بیا د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سلطانپور چيڼو ته ورځي او دریمه ورځ بیا په مرکزي درمسال کې د ميلمنو د ورتګ لپاره ځانګړي مراسم نيسي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG