د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

ننګرهار: سیکانو د ویساک مذهبي جشن ولمانځه


په ننګرهار کې میشت سیکانو خپل دا مذهبي جشن،چې د ویساک په نوم یادیږي،سږ کال يې ۳۱۶ کلنۍ میله هم د یو شمېر شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د سیکانو دا مذهبي جشن درې ورځې دوام لري،چې په لومړی ورځ په ننګرهار کې ټول سیکان سره راټولیږي او د خپل دود سره سم نر او ښځې یو ځای د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور سیمې ته ځي او هلته د دوی مذهبي چینو سره خوا کې یو لړ مراسم ترسره کوي.

په جلال اباد ښار کې د مرکزي درمسال ویاند ډاکټر هرمیت سنګ خپلو مراسمو په اړه وايي:

"پرون زموږ سیکان وروڼه سلطانپور ته تللي وو،هلته مو مراسم ترسره کړل،نن مو دلته جنډه پورته کړه او ننګرهار دولتي چارواکي هم راغلي وو،سبا ورځ به،چې زموږ د مراسمو وروستۍ ورځ ده داخل په درمسال کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړو"

د سیکانو دې مذهبي جشن ته د هيواد له مرکز او یو شمېر نورو سیمو څخه هم یو شمېر سیکان ورته راغلي وو.

د مشرانو جرګې سناتوره انار کلي هنریار،چې د سیکانو پورې تړاو لري،هغه هم دې جشن ته له کابله راغلې وه،نوموړې خوښي ښکاره کړه،چې د سیکانو په مذهبي جشن کې ګډون کوي:

"ماته د خوښۍ ځای دی،چې دلته په جلال اباد کې ټول سیکان له خپلو مسلمانو سره یو ځای د امنیت په فضا کې دا ورځ نمانځل کیږي"

د ویلو ده،چې له تیرو څه باندې درې پيړیو راهیسې د سیکانو ویساک جشن د سرخرود ولسوالۍ په سلطانپور کلي کې نمانځل کیده.

دوی وايي هغه مهال به د دوی مذهبي مراسم تر اتو ورځو پورې دوام کاوه او په دې جشن کې به یو شمېر ځوانانو ته ډله یز ودونه هم کول.

ننګرهار : شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG