د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

تېره یوه میاشت کې ۱۵۰ افغان هندو او سېکهـ کورنیو هند ته پناه وړې


د افغان سېکهانو کورنۍ له افغانستان نه هند ته ځي
د افغان سېکهانو کورنۍ له افغانستان نه هند ته ځي

په تېره یوه میاشت کې له افغانستان نه د افغان سېکهانو او هندوانو ۱۵۰ کورنیو هند ته د امنیتي ګواښونو له امله پنا وړې ده.

په ولسي جرګه د دوی استازی نرېندر سېنګهـ خالصه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، اوس‌مهال یوازې ۲۰۰ افغان سېکهان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ په تېرو ۱۸ کلنو کې حکومت ته ډېرې چغې وکړې، خو دوی زموږ غږ وانه‌ورېده، دا لامل شو چې افغان سېکهان او هندوان هند ته پناه یوسي، په تېره یوه میاشت کې ۱۵۰ کورنۍ هند ته تللې دي او اوس شاید ۲۰۰ کسان پاتې وي چې هغوی هم افغانستان پرېږدي."

نرېندر سېنګهـ خالصه
نرېندر سېنګهـ خالصه

ښاغلی خالصه وايي، هند حکومت دغو کورنیو ته د شپږو میاشتو لپاره موقتې ویزې ورکړي او دوی هلته په درمسالونو کې ژوند کوي.

نوموړی وايي، د افغان سېکهانو او هندوانو پاتې کورنۍ هم د خپلو شتمنیو د پلور په حال کې دي او هند ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې تازه هندي رسنیو هند ته د افغان سېکهانو او هندوانو د ۲۰۰ کورنیو د رسېدو خبر ورکړی.

له دې وړاندې هم د دې لږکیو کورنیو د امنیتي ګواښونو له کبله افغانستان پرېښی و. په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د دې لږکیو د امنیت د ټینګښت خبره کوي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي: "د افغان سېکهانو او هندوانو د امنیت په برخه کې زه دومره وایم چې موږ له دوی سره له نږدې په اړیکه کې یو، زموږ ډاډ دا دی چې دوی به خوندي شي، موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې نه‌یوازې د دغه لږکیو، بلکې د ټولو افغانانو خوندي ساتل زموږ لپار لومړيتوب لري."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د ښاغلي خالصه په خبره، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې لږکیو شمېر شااوخوا ۱۰ زره کورنیو ته رسېده، خو د وخت په تېرېدو سره دغه شمېر اوس ۲۰۰ کسانو ته راښکته شوی دی.

د وري په شپږمه په کابل کې د افغان سېکهانو او هندوانو پر یو درمسال د داعش وسله‌والې ډلې له‌خوا یو ترهګریز برید وشو چې په ترڅ کې یې ۲۷ کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

په ولسي جرګه کې د دې لږکیو استازی وايي، افغان سېکهانو او هندوانو نور ولایتونو پرېښي او اوس یوازې په کابل او ننګرهار ولایت کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG