د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

انډيا ټوډې: له کابله د ټپي شویو او زیانګالو سېکانو د ایستلو غوښتنه شوې


د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

په کابل کې د سېکانو په یوه عبادتځای/ګردوارې د شنبې ورځې خونړي برید د ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو پام ور اړولی دی.

ګارډین:

ګارډین لیکلي وسله والو په کابل کې د سېکانو عبادتځای تر برید لاندې ونیوه او یو شمېر خلکو ته یې مرګژوبله واړوله.

د ورځپاڼې په لیکنه که څه هم د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د بمي چاودنو شمېر راټيټ شوی خو وروستیو میاشتو کې مرګوني بریدونه ډېر شوي.

د کارته پروان په ګردوارې باندې برید سره یو سېک او یو د طالبانو عسکر وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي خو ګارډین د سېکانو د یوه مشر ګورنام سینګ په حواله لیکلي وېره یې شته چې د مرګژوبلې شمېر لوړ شي.

د برید په وخت په ګردوارې کې شاوخوا دېرشو کسانو عبادت کاوه.

ګارډین لیکلي په ۱۹۷۰ مو کلونو کې شاوخوا پنځه لکه سېکان په افغانستان کې اوسېدل خو اوس یې شمېر د راپورونو له مخې ۲۰۰ تنو ته راټيټ شوی.

ورځپاڼې د ۲۰۲۰ کال د مارچ یو خونړی برید یاد کړی، چې د سېکانو تر ټولو لویه ګردواره یې په کابل کې هدف وګرځوله او تر هغه را وروسته د سېکانو او هندوانو لسګونه کورنۍ له افغانستانه په ډله ییزه توګه وتلو ته اړ شوې.

انډیا ټوډې:

انډيا ټوډې خپرونې بیا په یوه مقاله لیکلي، چې د ډیلي د سېکانو ټولنې د کابل په ګردوارې باندې د برید له کبله د ټپي شویو او زیانګالو سېکانو د سمدستي را ایستلو غوښتنه کړې ده.

د ډيلي د سېکانو ټولنې په افغانستان کې د پاتې سېکانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنه ښودلې او د هند په حکومت یې غږ کړی چې د دغې زیانګالې ټولنې د را ایستلو لپاره لاس په کار شي.

واشنګتن پُسټ:

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې هم د کارته پروان په ګردوارې د برید په تړاو یوه مقاله خپره کړې او تر ډېره یې د دغو بریدونو عاملې ډلې اسلامي دولت وسله والو یا داعش باندې تمرکز کړی.

په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې مذهبي لږکیو باندې څو خونړي بریدونه شوي.

وړاندې لیکل شوي، چې په مذهبي لږکیو د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې فعاله ده.

د واشنګتن پُسټ له خوا په خپره شوې مقاله کې داعش د طالبانو لپاره تر ټولو لوی ګواښ یاد شوی چې د افغانستان په څو مختلفو برخو کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

واشنګتن پُسټ هم په سېکانو باندې د ۲۰۲۰ کال د مارچ خونړی برید له افغانستانه د سېکانو د ډله ییز وتلو یو لوی عامل یاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG