د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

هند کې د ګوردوارو کمېټې له افغان سېکانو سره د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه وکړه


تر دې مخکې د کابل په زاړه بازار کې د سېکانو پر بله ګوردواره د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ مه ډله ییزه حمله شوې وه، چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.
تر دې مخکې د کابل په زاړه بازار کې د سېکانو پر بله ګوردواره د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ مه ډله ییزه حمله شوې وه، چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

د هند په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو یا عبادتځای د تنظیم کمېټې له افغان سېکانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو د تنظیم کمېټې پرون د هند حکومت ته یو یادښت وسپاره او په هغه کې یې له هغو افغان سېکانو سره د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه کړې، چې پرون په کابل کې د حملې پر مهال ټپیان شوي دي.

د دې کمېټې مشر هرمیت سنګ کالکا ویلي، حکومت باید د هغو وګړو سمه درملنه یقیني کړي، چې په پرونۍ پېښه کې ټپیان شوي او هند ته دې د هغو سېکانو لېږدول تنظیم کړي، چې غواړي هلته لاړ شي.

وسله والو پرون سهار وختي د کابل په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره یا عبادتځای حمله تر یوې چاودنې وروسته پیل کړه، چې له سیمې د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې یو د طالبانو امنیتي کس او بل د سوندر سنګ په نوم افغان شامل و.

وسله والو پرون سهار وختي د کابل په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره یا عبادتځای حمله تر یوې چاودنې وروسته پیل کړه، چې له سیمې د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
وسله والو پرون سهار وختي د کابل په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره یا عبادتځای حمله تر یوې چاودنې وروسته پیل کړه، چې له سیمې د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شیعه وګړو پر عبادتځایونو یا هم د راټولېدو پر مرکزونو حملې شوې دي.

په پخوانۍ مشرانو جرګه کې د هندوانو او سېکانو استازې انار کلي هنریار وايي، افغانستان نن سبا د مذهبي اقلیتونو په یوه زندان بدل شوی:

انار کلي هنریار
انار کلي هنریار

هنریار وویل: "له بده مرغه افغانستان د دیني او مذهبي لږکیو په هدیره بدل شوی دی. یو دلیل چې دغې پېښې زیات ځاني تلفات نه درلودل دا و، چې په افغانستان کې افغان هندوان او سېکان اوس ډېر نه دي پاتې. بله مسئله دا چې زه په واضح وایم چې په دې حادثه کې د پاکستان لاس دی. هر وخت موږ د سیاست او استخباراتي مسایلو قرباني کېږو."

ځینو تحلیلګرانو لیکلي، چې کابل کې د سېکانو پر ګوردواره دا حمله د هند د تازه هڅو په عکس العمل کې شوې، چې غواړي له افغانستان سره په ځینو برخو کې بېرته همکاري پیل کړي.

د هند یوه هیئت چې مشري یې د هند د بهرنیو چارو وزارت لوړ رتبه ډیپلومات جي پي سنګ کوله د غبرګولي/ جوزا پر ۱۲مه افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو بحث وکړ.

په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو د تنظیم کمېټې په افغانستان کې د پاتې هندوانو او سېکانو پر خوندیتوب اندېښنه ښوولې ده.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې تر پرونۍ پېښې وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، د دغسې پېښو مخه به نیول کېږي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وايي: "د تکرار مخنیوی به په جدي ډول کېږي. بله موضوع دا ده چې د لږکیو د حقونو د خوندیتوب، د هغوی د ازادیو او مذهبي چاپېریال د تامین لپاره مخکې هم موږ تدابیر درلودل. خو دغه جنایتکارانو پر داسې ځای حمله وکړه، چې هغه ګړی هلته امنیتي تدابیر کم وو."

تر دې مخکې د کابل په زاړه بازار کې د سېکانو پر بله ګوردواره د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ مه ډله ییزه حمله شوې وه، چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د هغه برید مسوولیت اخیستی و خو د تېر نظام واکمنانو د طالبانو حقاني شبکه په هغه برید کې دخیله بللې وه.

XS
SM
MD
LG