د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

کارځایونو کې د ځینو کارکوونکو ستونزې؛ تعصب، جنسیتي دوه مخی لیدلوری او تبعیض


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ښايي په کارځای کې مو د تعصب د شتون په اړه اورېدلي وي؟ دا یوازې د توکم، ژبې او قوم پالنې په مانا تعصب او تبعیض نه دی، بلکې د جنسیت پر بنسټ تبعیض یې هم ډېر مشهور ډول دی.

۲۷ کلنه رقیه حسیني له اقتصادي پوهنځي فارغه ده، اوس مهال په څلورم بست کې په یو دولتي اداره کې کار کوي .

هغه چې په کوم ځای کې کار کوي نه غواړي نوم یې واخلي د دې لپاره چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وېره ورسره ده.

په هغه اداره کې چې شااوخوا ۶۰ فیصده کار کوونکي لري اغلې حیسني یوازینۍ مېرمن ده چې لوړ مقام ته رسیدلې ده.

نوموړې وايي، سره له دې چې کاري تجربه او لوړې زده کړې لري خو بیا هم د شااوخوا چاپیریال همکاران او اوسیدونکي ورته په کمه سترګه ګوري.

د اغلې حسینې په خبره، له ۱۷ نارینه همکارانو سره تر سختې سیالۍ وروسته د ډېرو هڅو سره-سره له تېرو درېيو میاشتو راهیسې دې موقف ته رسیدلې، خو په وینا یې تر اوسه یې د نوې دندې معاش نه دی اخېستی.

نوموړې وايي: " په دولتي ادارو کې اوس هم د تېر په څېر ځیني مسایل پر خپل ځای پاتې دي لکه د مېرمنو پر وړاندې جنیستي او دوه مخه لید لوری، دا هغه دلیلونه دي چې د مېرمنو ونډه په دولتي ادارو کې کمه وي. "

د افغانستان د کار قانون په دوهمه ماده کې د کار پر وړاندې برابري تضمین شوې، د دغه قانونو پر بنسټ د کار کولو حق، عادلانه رویه، برابر حقوق، د تقاعد حقوق او د کار پرمهال د روغتیا او خوندیتوب حقوق، دا ټول د افغانستان د وګړو لپاره د کار په قانون کې تضمین شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کاري چاپیریال کې د یوې سروې له مخې موندلې چې د ۳۱ سلنه خلکو پر وړاندې قومي تبعض شوی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ

د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ، په کاري چاپیریال کې د قوانینو نه پلي کول د تعصب او تبعیض اساسي لاملونه یادوي: "د افغانستان حکومت کولای شي د هغه قوانینو او تګلارې نه په استفادې چې لري یې، د دې حالت د ښه کېدو لپاره ګام پورته کړي، په ټوله کې ستونزه د پلي کېدو په برخه کې ده، په داسې حال کې چې د ښځو د ملاتړ برخه کې زیاتې تګلارې شته او حکومت یې باید د تطبیق په برخه کې کار وکړي."

د افغانستان د اساسي قانونو د ۲۲ مې مادې له مخې د دغه هېواد د ټولو وګړو ترمنځ تبعیض منع دی، خو د هېواد والو په خبره په دولتي ادارو کې د لږکیو پر وړاندې د استخدام چارې ستونزمن کار دی هغه څه چې بیا د اداري اصلاحاتو کمېسیون یې ردوي.

افغان سېک سمندر سینګ چې د کابل ښار په یو څنډه کې د خوراکي توکو دوکان لري، سره له ډېرو امنیتي ستونزو بیا هم خپل پنځه کسیزه کورنۍ ته نفقه ګټي.

هغه وايي، ډېری سېکهانو د دې لپاره شخصي کاروبار ته مخه کړې چې په دولتي ادارو که له دوی سره تعصب یا تبعیض کېږي.

د ده په خبره، په دولتي ادارو کې سېکهان شته خو د ګوتو په شمېر دي:" څه نا څه څلور پنځه تنه په دولت او پارلمان کې لرو، په سنا مجلس او نورو برخو کې کار کوي، د ډاکټر نجیب له حکومت وروسته تعصب ډېر شو او له هر ډول امتیازاتو څخه بې برخې پاتې شوو."

ټولنپوهان بیا له قومي، مذهبي او د جنسیت له اړخه تبعیض او تعصب کول د افغانستان د قوم، مذهب، ژبې او جغرافیې د ویش په معنی بولي.

خو د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون د افغان حکومت په استازيتوب وايي، په دولتي ادارو کې د کار کولو لپار ټولو وګړو ته فرصت او سیالي په مساویانه ډول دي.

د دې کمېسیون ویاند فرید احمدي وايي، د ښځو او لږکیو ونډه په دولتي اداراتو کې د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده:" د اداري اصلاحاتو کمېسیون په خپلو رقابتي سیالیو کې د ښځو د ونډې لپاره پنځه نمرې په امتیازي ډول په نظر کې نیولي دي، هغه تګلاره چې د ښځو د ونډې لپاره پنځه کاله وړاندې تدوین شوي و، په هغې کې د ښځو د استخدام په برخه کې ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیولي شوي دي. "

خو سمندر سینګ وايي، په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېدونکی دی او دا کډوالۍ لپاره لاره برابروي لکه هغه لږکیو چې په تیرو څو کلونو کې افغانستان پرېښوده.

خو رقیه حسیني بیا د داسې ورځې را رسېدو ته هیله منه ده چې د 'ښځینه‎وو او نارینه‎وو) لپاره یو شان کاري فرصتونه برابر شي.

XS
SM
MD
LG