د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

هند ته تللي ځینې افغان سېکان: ژر افغانستان ته ستنېږو


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ۵۵ افغان سېکان په يوه ځانګړې الوتنه کې له کابل څخه نوي ډهلي ته لېږدول شوي، خو د دې سېکانو له ډلې ځینو یې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خپلو مذهبي مراسم لپاره هند ته تللي او ‌ډېر ژر به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر افغان سېکانو له قوله چې د یکشنبې په ورځ هند ته رسېدلي، لیکلي دي چې د ناوړه امنیتي شراېطو له امله یې افغانستان پریښی دی.

خو هند ته د تازه تللیو افغان سېکانو له ډلې سوبیر سېنګهـ خالصه ازادي راډيو ته وویل چې دوی هند ته د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو په خاطر تللي دي او د دې مراسمو له ختمېدو وروسته به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه وايي: "پرون ۵۵ نفره له کابل څخه هند راغلو، دلته د زیارت لپاره راغلي یوو. په هند کې ۴۱ ورځې مذهبي مراسم لرو او په ټولو درمسالونو ګرځو. افغانستان موږ نه دی پريښی، دا ۴۱ ورځې چې تېرې شي بېرته افغانستان ته ستنېږو. هلته زموږ درمسالونه، کاروبار او سوداګري ده او افغانستان هېڅکله نه پرېږدو او نه دا وایو."

په کابل کې د سېکانو د یوه عبادت ځای غړی هم چې نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، دا ۵۵ تنه چې ۳۵ لویان او او ۲۰ ماشومان په کې شامل دي، هند ته د مذهبي مراسم لپاره تللي دي.

خو دی وايي، کېدای شي ځینې یې په هند کې پاتې شي او بېرته افغانستان ته رانه شي.

نوموړي وویل: "خلک په سفر ځي او راځي، خو موږ همدلته یوو، که نه پاتې کېدلو، ولې مو خپل درمسال جوړ کړ؟ هغوی چې هند ته تللي د مذهبي مراسمو لپاره تللي دي. شاید سبا یا بل سبا موږ هم د پاکستان د ویزو لپاره غوښتنه وکړو او که اجازه راکړل شي، پنځه یا لس نفره د بابا نانک مراسمو ته ورځو. دا د خلکو خوښه ده چې شاید ځینې لاړ شي او بېرته رانه شي، په دې اړه څه نه شم ویلی، هر څوک پوهېږي او خپل کار یې."

خو د (انډين ورلډ فورم) په نوم د هند د مرستو د یوه سازمان مشر پونیت سېنګهــ چندوک د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ۵۵ افغان سېکانو او هندوانو افغانستان پریښی او نوي ډهلي ته رسېدلي دي.

په تېره یوه کال کې ګڼ شمېر افغان سېکان او هندوان د امنیتي ستونزو له امله هند ته کډه شوي دي خو د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې د سېکانو او هندوانو د امنیت ساتلو په خاطر یې هڅې کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هندوانو او سېکانو د اندېښنو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل: "د دوی تګ زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده. زموږ غوښتنه دا ده چې د نورو افغانانو په څېر دوی دې هم په خپل وطن کې ارام ژوند وکړي، امنیت به یې خوندي وي او د مذهبي مراسمو د کولو خپلواکي به هم ولري. اسلامي امارت د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي، که یې چا په حق کې تېری کړی وي او دوی دعوه پرې لري، په رسیده ګي کې یې موږ جدي یوو او حق به یې ورکړل شي."

له افغانستانه د سېکانو او هندوانو د وتلو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو څو کلونو کې څو ځله یې په عبادت ځایونو بریدونه وشول.

وروستی ځل د غبرګولې په ۲۸مه د کابل په کارتې پروان سیمه کې د دې مذهبي لږه کیو پر یوه عبادت ځای برید وشو چې ۳ تنه په کې ووژل شول.

د داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG