د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

نېشنل انټرسټ: افغانستان یوځل بیا د نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی


د طالبانو غړي
د طالبانو غړي

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې هند ته د افغان سېکانو د یوې وروستۍ ډلې په ور رسېدو تمرکز کړی دی.

د ۵۵ کسانو دغه ډله د یکشنبې په ورځ په یوه ځانګړې الوتکه کې د نوي ډیلي هوایي ډګر ته ورسېده.

ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه تخلیه شوي دغه سېکان هند ته په رسېدو خوښ ښکارېدل او د هند له حکومته یې مننه کوله چې دوی ته یې کم وخت کې د ویزې او سفر امکانات برابر کړل.

هندوستان ټایمز د هند له " اې.ان.آی" خبري اژانس سره هند ته د نوي ورغلي افغان سېک بلجیت سنګ خبرې را اخیستي چې د بدو شرایطو یادونه یې کړې ده.

بلجیت سنګ ویلي، دی د طالبانو له خوا څلور میاشتې زنداني و او دزندان پر مهال یې ویښته هم وخرېل شول.

سېکان د خپل مذهب له مخې ویښته د خپل خدای یوه پېرزوینه بولي او د مذهبي درناوي په پار یې نه پرې کوي.

بلجیت سنګ دا جزیات نه دي ورکړي چې ولې او د افغانستان په کوم ځای کې طالبانو بندي کړی و.

سوخبیر سنګ خالصه بیا ویلي، دوی خوښ دي چې هند ته ورسېدل، خو اندېښنه یې ښودلې چې د کورنۍ ۳۰- ۳۵ غړو پورې یې لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

طالبانو افغان سېکانو او هندوانو ته د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړی دی، خو پر دغو لږکیو باندې تېر یو کال کې دوه ځله کابل کې خونړۍ حملې وشوې چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې بیا خپلې مقالې ته دا سرلیک ورکړی دی چې " افغانستان یوځل بیا د نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی."

په مقاله کې راغلي، ۲۱ کاله مخکې نړۍ په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې ملاتړ د دې لپاره وکړ چې افغانستان کې د ترهګرۍ ریښې وچې کړي، خو لیکوال ویلي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان بېرته د سپټمبر د ۱۱مې پېښې مخکې وضعیت ته شاتګ وکړ.

وړاندې راغلي، افغانستان کې روغتیایي او نور ټولنیز خدمتونه بېرته د دوو لسیزو مخکې وضعیت ته تللي او د مور او ماشوم د مړینې کچه هم بېرته لوړه شوې ده.

د نېشنل انټرست په مقاله کې راغلي کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، نو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري هم کابل ته ولاړ او هماغه و چې تېره اګست میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

که څه هم له دې ټولو اندېښنو سره سره طالبانو په وار وار ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه پېښېږي، د مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې د نشه یې توکو تولید، د ترهګرو د راټوکېدو ننګونې، اقتصادي او بشري بحران هغه څه دي چې یو ځل بیا د نړۍ امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG