د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

اوچا: د افغانستان په ګاونډ کې زرګونه افغان کډوال د خونديتوب په لټه کې دي


اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف
اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي په زرګونو افغان پناه غوښتونکي د خوندیتوب او ښه ژوند په لټه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دي.

اوچا پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د نیول کېدو او اخراج وېرې د ژوند ژغورونکو مرستو ترلاسه کولو لپاره د پناه غوښتونکو مخه نیولې ده.

اوچا وايي، د دې لپاره چې په زیانګالو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب بهتره شي او باور ایجاد شي، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلي، هر کال افغانان د شخړو، طبیعي افتونو، اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.

دغه اداره وايي، په کابل کې یې د عکسونو نندارتون د دې لپاره تنظیم کړی، چې په افغانستان کې د پناه غوښتونکو موضوع برسېره شي.

ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

پرون په کابل کې د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان ته سوله راغلې او پناه غوښتونکي دې ورته راستانه شي.

"هغه کسان چې د نا امنۍ په اړه د تشویش له کبله له افغانستانه وتلي دي

نوموړي وويل: "هغه کسان چې د نا امنۍ په اړه د تشویش له کبله له افغانستانه وتلي دي، هغوی ته مو پیغام دا دی، چې خپل ګران هېواد ته ستانه شي. افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی."

خو په راپورونو کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، غیرمنظمه پناه غوښتنه لا هم په درنه بیه تمامېږي.

پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

د ګوتیرش په خبره، په تېرو اتو کلونو کې لږ تر لږه ۵۱زره پناه غوښتونکي مړه شوي او په زرګونو لادرکه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا پرون ویلي، په نړۍ کې هر اتم کس یا کډوال یا هم پناه غوښتونکی دی. د دې ادارې په وینا کډوالو په بېلابېلو ټولنو کې مهم نقش ادا کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون په یو لړ ټویټونو کې د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په ۲۰۲۲م کال کې ۸۱ فیصده هغو ښځو چې د کورونو مشري ورترغاړې وه، د بېځایه کېدو له ستونزې اغېزمنې شوي، چې اوس کار نه شي کولی او د خپلې کورنۍ نفقه برابرولی نه شي.

پرون د ډسمبر ۱۸مه د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ وه او سږکال داسې مهال لمانځل کېږي چې په ملیونو افغانان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران دغه راز د نړۍ په نورو برخو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG