د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

ملګري ملتونه: ښځې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي


ارشیف: په بوسنیار کې یو شمېر کډوال
ارشیف: په بوسنیار کې یو شمېر کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هره ورځ ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي.

یوې مېرمن په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د امنیتي او جنسي ځورونو له امله له خپل بوډا پلار او سپین سرې مور سره اروپا ته قاچاقي سفر پيل کړ.

هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، په دې خاطر چې ښځه وه، ډېر کله له جنسي ځورونو سره مخ شوې ده.

هغې وویل، له همدې امله یې افغانستان پرېښود، خو د قاچاقي سفر پر مهال هم له ورته ځورونو سره مخ شوې ده.

نوموړې زیاته کړه: "قاچاقبران بد نظر درته لري، ډېر کله جنسي تېري هم کېږي. دا چې یوه ښځه په قاچاقي لارو سفر کوي، ډېره سخته ده. له ما سره چې یو زوړ پلار او زړه مور او یو وړوکی ماشوم راسره وو، ډېر سخت سفر و او ډېر کله ځورول شوې یم."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله هره ورځ له جنسي ځورونو سره مخ کېږي.

ارشیف: په بوسنیا کې کډوال
ارشیف: په بوسنیا کې کډوال

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنیسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي، ښځې د فقر، شخړو او اقلیمي بدلونونو له امله کډوالې کېږي چې په دې لاره کې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخ کېږي.

په راپور کې راغلي چې ډېرې ښځې ځان او کورنیو ته د کاري فرصتونو، زده کړو او ښه ژوند د لټون لپاره کډوالې کېږي.

د دې سازمان په وینا، په نړۍ کې د ۲۷۲ میلیونه کډوالو په منځ کې ښځې د بدلون او رهبرۍ بېلګې دي چې د خپلو اصلي هېوادونو ترڅنګ له هغو هېوادونو سره هم مرسته کوي چې په کې ژوند کوي.

دا سازمان دغه شان وايي، د ښځو او نارینه و لپاره د کډوالۍ اغېزې متفاوتې وي، خو یو ډول چلند ورسره کېږي او یو ډول قوانین او پالیسۍ پرې تطبیقېږي.

د نړیوالو بنسټونو او حکومتونو له ټولو هڅو سره هم کډوال ادعا کوي چې له بېلابېلو توپيري چلندونو او ځورونو سره مخ دي چې د دوی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG