د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د پاکستان تازه خبرداري افغان کډوال اندېښمن کړي


پاکستان ته تللي تازه افغان کډوال
پاکستان ته تللي تازه افغان کډوال

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د دغه هېواد تازه اعلان سخت اندېښمن کړي او حیران دی چېرې لاړ شي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي، خپل برخلیک ته اندېښمن دي، ځکه تر دې وروسته د جریمې، نیول کېدو او لا نورو ځورونو له خطر سره مخامخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴لکو ته رسېږي، خو ګومان کېږي په لسګونوزره نور له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.

حسیب الله شپږمیاشتې مخکې له افغانستانه د پاکستان پنجاب ایالت ته کډه وکړه، خو د ویزې موده یې ختمه شوې ده.

هغه وویل: "اکثر کډوال چې دلته ژوند کوي، ویزه یې ختمه ده او کېسونه لري، موږ هم اروپا ته کېس لرو او کارونه مو روان دي. د پاکستان حکومت ویلي هغه کسان چې دلته ژوند کوي او ویزه ونه لري، دوی نیول کېږي، جریمه کېږي یا هم په جبري ډول افغانستان ته لېږل کېږي. که دوی موږ افغانستان ته ولېږي دلته مو کیس خرابېږي."

زمری په خیبرپښتونخوا کې له یوه کال راهیسې ژوند کوي، چې وايي د ویزې موده یې ختمه ده، که څه هم بلې ویزې ته یې درخواست وړاندې کړی، خو ورته ویل شوي، چې باید بېرته افغانستان ته ستون شي.

ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال

هغه زیاتوي: "دوی [پاکستان] راته وايي تاسو د ویزې او دلته د استوګنې مستحق نه یاست. موږ ته وايي تاسې باید بېرته افغانستان ته لاړ شئ. هلته تلای نه شو چې ژوند مو په خطر کې دی."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله ویلي، په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د بخښنې طرحه د ډسمبر پر ۳۱مه، چې نن شنبه ده، پای ته رسېږي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: "له دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ، د طالبانو حکومت او نورو اړوندو بنسټونو په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

په وروستیو کې د پاکستان د سند ایالت په ځانګړي د کراچۍ په زندانونو کې د سلګونو زنداني شویو افغان کډوالو وضعیت ناوړه بلل شوی دی.

سرچینې وايي، په دغو زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ ته رسېږي، چې څه باندې ۳۰۰ یې ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG