د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۲۱

نړۍ

پاکستان: هغه بهرنيان چې قانوني اسناد ونه‌لري تر درې کلونو پورې يې زنداني کوو

د پاکستان بيرغ

پاکستان وایي، هغه بهرنیان به چې اسناد نه‌لري او دغه هېواد ته ورځي تر دریو کلونو پورې زنداني شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، کومو بهرنیانو چې په پاکستان کې د مهاجرت اسناد ترلاسه کړې دي او د دې اسنادو موده پای ته رسېدلې ده باید له دې هېواده ووځي، کنه زندان ته به واستول شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا کسان باید د ډسمبر تر یو دېرشمې مخکې له پاکستانه ووځي.

د پاکستان دې پرېکړې هغه افغان کډوال اندېښمن کړې دي چې دې هېواد ته په دې نیت ورغلي دي چې له دې ځایه به نورو هېوادو ته ځي.

پاکستان په وروستیو کې په سلګونو افغان کډوال نیولي دي.

تېره اونۍ په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال په رسیو په یوه بل پسې تړلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلګراد محکمې ۴ مخکیني چارواکي محاکمه کړي

د بلګراد د یوې ودانۍ تصویر

د بلګراد سترې محکمې نن د پولیسو د هغو څلورو لوړپوړو چارواکو محاکمه پیل کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا په پلازمېنه کې د امریکا پر سفارت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن شوي دي.

د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې د کاسوود خپلواکۍ د اعلان پر ضد د لاریون په مهال چې لاریون کوونکو د امریکا پرسفارت د یرغل هڅه کړې وه، اور ولګید.

په تاوتریخوالي کې چې پریوشمیراروپایي سفارتونو بریدونه پکې شامل و، یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د امریکا سفارت ته د اوراچونې د پېښې په تړاو تراوسه هیڅوک ندي زنداني شوي او اوو مشکوکو کسانو ته په ۲۰۱۹ کال کې د محکمې په یوه جلا دوسیه کې برائت ورکړل شوی و.

د اسرایلو په برید کې د دوو سوريایي ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

د سوریې ځواکونه - ارشیف

د سوریې په دیرالزور ولایت کې د سوریایي ځواکونو پر مرکزونو د اسرایل تر پرونیو بریدونو وروسته د دوو سوریایي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د دغې پیښې راپور نن سه شنبه سهار وختي د سوریې یوې دولتي رسنۍ د پوځي سرچینې په حواله خپور کړی دی.

د اسرایل پوځ سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اسرایل له کلونو راهیسې د دوی په ټکو په سوریه کې د ایران پر اهدافو بریدونه کوي.

په سوریه کې وروسته تر هغه د ایران نفوذ زیات شوی، چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، د بشار الاسد د حکومت ملاتړ شروع کړ.

سلواکیا: د روسیې د سفارت یو احضار مو خپلو پارلماني ټاکنو کې د لاسوهنې له امله احضار کړ

د سلواکیا د روانې اونۍ د پارلماني ټاکنو یوه څنډه

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د روسیې د سفارت یو استازی احضار کړی چې د سلواکیا په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د روسیې د "نه منلو وړ لاسوهنې" په اړه اعتراض ورته وړاندې کړي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین په یوه بیان کې، چې د انتخاباتو په درشل کې خپره شوه ویلي وو چې امریکا به د انتخاباتو په پایلو کې لاسوهنه وکړي.

خو د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان په ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف د ګمراه کوونکو اطلاعاتو قصدي خپراوی بللی او غندلی یې دی.

د سلواکیا پخوانی صدراعظم رابرټ فیکو چې له اوکراین سره یې د پوځي مرستو د بندولو ژمنه کړې وه، د شنبې په ورځ یو وار بیا ټاکنې ګټلي او واک ته رسېدلی دی.

سعودي د ایران په کوربه توب د فوټبال لوبه لغوه کړه

د ایران او سعودي د فوټبال یوه مخکینۍ لوبه - ارشیف

د عربستان د الاتحاد او د ایران د سپاهان لوبډلې تر منځ دوشنبه ناوخته د فوټبال لوبه لغوه شوه.

که څه هم رسماً د دې کار علت نه دی په ډاګه شوی، خو راپورونه وايي چې الاتحاد ټیم دا لوبه د اصفهان په سټډیوم کې د قاسم سلیماني د مجسمې موجودیت په خاطر لغوه شوې ده.

د ازادې اروپا فردا څانګې لیکلي الاتحاد ټیم دا کار د فوټبال له لوبې سیاسي ګټه اخیستنه یاده کړې ده.

قاسم سلیماني، چې د ایران د سپاه پاسداران د قُدس ډلې مشر وو ۱۳۹۸ کال د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په ډرون برید سره ووژل شو.

د الاتحاد په ټیم کې د فوټبال نړۍ مخکښ لوبغاړی نیمار هم لوبیږي او هغه هم ایران ته تللی وو.

که چېرته له فوټباله د سیاسي ګټې اخیستنې تور ثابته شي الاتحاد ټیم به درې امتیازه وګټي، خو برعکس ایرانۍ لوبډله به مالي جریمه شي او ښايي له څو لوبو محرومه شي.

اروپایي هېوادونه نن کیف کې اوکراین سره د پیوستون غونډه لري

د اروپایي ټولنې او اوکراین بیرغونه

په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د اروپایي ټولنې غړي نن په کیف کې له اوکراین سره د پیوستون په پار غونډه جوړوي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغوی د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تاریخي غونډې د ترسره کېدو په حال کې دي.

د بورېل په خبره غونډه کې د اروپایي ټولنې د کاندیدو هېوادونو او د دغې ټولنې د راتلونکو غړو استازی هم شامل دي.هغه لیکلي:" مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړو".

دغه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې پر خرسون ښار د روسیې د تېرې شپې په توپخانه یي بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

پاکستان: اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

پاکستان کې یو شمېر نیول شوي افغان کدوال - ارشیف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېرو ورځو کې دغو سیمو کې تر اته سوو پورې افغانان نیول شوي دي.

که څه هم د پاکستان چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارډونه یې درلودل.

د پاکستان پولیسو ویلي د نیولو شویو افغانانو له ډلې نژدې ۴ سوه نور له دوی سره زنداني دي او هوډ لري، چې افغانستان ته یې ولیږي.

تر دې وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې هم د کډوالو فعالانو د کډوالو په وړاندې د پولیسو د زورزیاتي خبر ورکړی و او په خبره یې هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد یې لرل.

اوکرایني چارواکي: پر خرسون د روسیې تازه بریدونو یو تن وژلی او د ۲ماشومانو په ګډون ۶ نور ټپیان کړي

د وروستیو بریدونو یو اړوند تصویر

اوکرایني چارواکي وایي، چې روسي پوځیانو تېره شپه د اوکراین پر خرسون سیمه د توپونو تازه برید کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي، چې دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

برید کې د ارتودوکس یوه کلیسا هم زیانمنه شوې ده.

د اوکرایني چارواکو په خبره، روسي پوځیان چې د دنیپر سیند چپې غاړې ته ځای پر ځای شوي، نژدې هره ورځ د خرسون پر مرکزي ښار او نورو ازادو شویو ځایونو د توغندیو او توپونو ډزې کوي.

مصر: د پولیسو په یوه مرکز کې اورلګیدو لږ ترلږه ۲۵ تنه ټپیان کړي دي

د مصر د پولیسو یو مرکز - ارشیف

د مصر د اسماعیلیه ښار د پولیسو په یوه مرکز کې نن دوشنبه د اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په دې اړه د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی دی.

په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، ښکاري چې له یوې څو-پوړیزې ودانۍ لوګي پورته کېږي.

د دې اورلګېدنې علت نه دی مشخص شوی.

د اوکراین چارواکي: خرسون کې د روسیې تازه برید یو کس وژلی او څو نور ټپيان کړي

اوکراین کې یوه تازه جنګ ځپلې سیمه

د اوکراین پوځي چارواکي وایي، چې د دې هېواد په جنوبي سیمې خرسون کې د روسیې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو تنه ټپیان دي.

د خیرسون لپاره د پوځي ادارې بېګا ناوخته په یوه بیان کې دغه راز ویلي، چې په بیریسلاوا کې د هوا له لارې د رهبري کیدونکو دوو بمونو په نتیجه کې څو ملکي تاسیسات ویجاړشوي یا ورته زیان اوښتی.

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت پرون وویل، چې د کریمیا په ژانکوی سیمه کې یې ګروم ۲ ډوله میزایل راغورځولي دي.

له دې مخکې روسیې ویلي وو، چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې په ختیځو او جنوبي سیمو کې چې په دې وروستیو کې پرې اوکراین هوایي بریدونه زیات کړي، د اوکراین ۶ بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه راغورځولي دي.

یو څېړنیز مرکز: د ۹ میاشتو تروریستي پېښو د پاکستان تر ۷۰۰ زیات وګړي وژلي

د پاکستان د یوې وروستۍ چاودنې سیمه - ارشیف

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او تحقیقاتو خپلواک مرکز وایي، د روان کال په نهو میاشتو کې د تروریستي بریدونو په نتیجه کې د دې هیواد له اوه سوه زیات امنیتي پرسونل او ملکي وګړي وژل شوي، چې دا د تېر۲۰۲۲ کال په نسبت ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

په هغه نوي راپور کې چې دغه تحقیقاتي مرکز په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې له چاودونو او د سختدریځو له حملو یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ خپورکړی، ویل شوي چې روان کال په تروریستي بریدونو کې مرګ ژوبله زیاته شوې او د ټولې اوښتې مرګ ژوبلې ۹۲ سلنه یې افغانستان پولې ته څیرمه په دغو دوو ایالتونو پورې تړلې.

د دغه مرکز په وینا، په دې موده کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لږلږترلږه ۳۸۶ غړي وژل شوي چې ۱۳۷ یې پوځیان او ۲۰۸ یې پولیس دي.

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او تحقیقاتو مرکز وایي، د تروریستي پیښو په تړاو د روان کال د نهو میاشتو د مرګ ژوبلې شمېرې په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې شمیرې دي.

د دغه مرکز په وینا، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې او د بلوڅانو بیلتونپالو ډلو په پاکستان کې د تاوتریخوالي د ډیرو پیښو مسولیت اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG