د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی


د سند ایالت په څو سیمو کې د افغانانو د نیولو عملیات له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو روان دي چې ان ځینې ویزې او پاسپورټ لرونکي افغانان هم د راپورونو له مخې زندانونو ته اچول شوي.
د سند ایالت په څو سیمو کې د افغانانو د نیولو عملیات له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو روان دي چې ان ځینې ویزې او پاسپورټ لرونکي افغانان هم د راپورونو له مخې زندانونو ته اچول شوي.

د پاکستاني پولیسو له خوا په سند ایالت کې د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا یو نیم زر کسانو ته رسېدلی.

د کراچۍ ښار په یوه څنډه کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه افغانان په یوه بس کې د زندان په لور انتقالېږي.

همابېګمه له خپلو ماشومانو سره پولیسو نیولې ده.

هغې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "دلته راغلي یو له مجبورۍ. نه ډوډۍ لرو. نه کور لرو نه پټی لرو بچیانو مو په څه باندې وساتو؟ دلته له مجبوریته راغلي یو. خو پولیس مو نیسي. موږ له ناعلاجي راغلي یو داسې خو څوک نه کوي."

په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو د خلاصون لپاره ځینې مدافع وکیلان هڅې کوي.

منیزه کاکړ چې د حقونو فعاله او مدافع وکیله ده ازادي راډيو سره په خبرو کې یې په کراچۍ او جمشرو سیمه کې د نیول شویو افغانانو د تازه شمېر او حال په اړه وویل: "کراچۍ کې دا وخت ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ کسان بندیان دي. زیاتره په کې ښځې او ماشومان دي. موږ چې کله هم دوی خوا ته ورځو همدا فریاد وهي چې ژر تر ژر یې وباسو. ماشومان یې اکثر ناروغان وي او په وخت دارو درمل نه ور رسېږي."

د کراچۍ ښار په یوه څنډه کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه افغانان په یوه بس کې د زندان په لور انتقالېږي.
د کراچۍ ښار په یوه څنډه کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه افغانان په یوه بس کې د زندان په لور انتقالېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت بیا ویلي چې د نیول شویو افغانانو له ډلې نږدې ۴۰۰ تنه د ډپلوماټیکو هڅو په نتیجه کې راخوشې شوي، خو د طالب چارواکو دا خبره منیزه کاکړ ردوي او وايي چې نیول شوي افغانان یواځې د مدافع وکیلانو او بشرپالو کسانو په وړیا هڅو خوشې شوي.

د نیول شویو افغانانو له ډلې ګل فراز ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کوي چې پولیس څو ځایه دوی دوکه کوي او پیسې ترې اخلي خو نه یې خوشې کوي.

ګل فراز وویل: "موټر والا چې موږ رالیږي راته وايي چې په ضمانت مو رسوو خو دلته مو راساً پولیسو ته په لاس ورکړي. پولیس هم دوه درې ځایه پیسې رانه واخلي او بیا مو هم پوستې ته راولي. یو په بل مو خرڅوي او دا مو حال وي."

د سند ایالت په څو سیمو کې د افغانانو د نیولو عملیات له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو روان دي چې ان ځینې ویزې او پاسپورټ لرونکي افغانان هم د راپورونو له مخې زندانونو ته اچول شوي.

د کراچۍ زندان
د کراچۍ زندان

پولیس بیا وايي، یواځې هغه کسان نیسي چې پاکستان ته د ورتلو قانوني اسناد یعنې ویزې او پاسپورټ نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه دا خبرداری هم ورکړی چې له ویزې پرته بهرني اتباع د ډسمبر تر ۳۱ وخت لري چې له دغه هېواده ووځي که نه وبه نیول شي او ممکن تر درېیو کلونو بندیان شي.

دې پرېکړې ګڼ هغه افغانان اندېښمن کړي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته پاکستان ته تللي او هلته یې د ځینو اروپايي او امریکايي هېوادونو د ویزو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG