د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د پاکستان له زندانونو د بندي افغانانو د خوشې کېدو غوښتنې ډېرې شوي


په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال
په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو سفارتونو په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې بندي افغان کډوال په تېره بیا ماشومان ژر تر ژره خوشې کړي.

د کراچۍ څو زندانونه په هغو افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو ډک دي چې پاکستان ته د ناقانونه تګ او ځینو نورو مساییلو په خاطر بندیان شوي.

د افغانستان ډپلوماټیکو ماموریتونو چې د جمهوریت له دورې فعاله پاتې دي د شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي په دې اړه سخته اندېښنه لري چې پاکستاني چارواکو افغان کډوال او ماشومان بندیان کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره دا افغان ماشومان او بندي کډوال بېرته خوشې او اسانتیاوې ورته برابرې شي.

افغان سفارتونو د ماشومانو بندیانول د هغوی د حقونو ښکاره سرغړونه بللې او هم یې ټینګار کړی چې د کډوالۍ د نړیوال کنوانسیون په اساس دولتونه د ناقانونه داخلېدو او ژوند په خاطر په کډوالو د جریمې د لګولو او د هغوی د بندیانولو حق نه لري.

د پاکستان د بشر د حقونو د ملي کمېسیون د یوه تازه راپور په اساس د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ واړه افغان ماشومان بندیان دي.

همداراز د ښار د تنکیو ځوانانو په توقیف خونه کې چې له ۹ تر ۱۳ کلنو ماشومان ساتل کېږي ۲۲۲ تنه افغان ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل دي.

د کراچۍ په زندانونو کې افغان نارینه کډوال هم بندیان دي او د ټول ټال ماشومانو، ښځو او نارینه و افغان بندي کډوالو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ ته رسېږي.

د دغو افغان بندي ښځو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره په سیمه ییزه کچه د بشري حقونو ځينې فعالان او مدافع وکیلان هڅې کوي.

یوه له دوی منیزه کاکړ ده.

هغې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د دې افغانانو په هکله موږ افغان سفارت سره خبرې کړي. چې د پاکستان له دولت سره دا خبره راپورته کړي. او په افغانانو چې کومې چاپې روانې دي باید د دې حل لاره راوباسي. دلته له سیاسي مشرانو سره هم غږېدلې یمه."

د پاکستان د بشر د حقونو د ملي کمېسیون د یوه تازه راپور په اساس د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ واړه افغان ماشومان بندیان دي.
د پاکستان د بشر د حقونو د ملي کمېسیون د یوه تازه راپور په اساس د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ واړه افغان ماشومان بندیان دي.

اخوا د پاکستان د بشري حقونو یوه غیر دولتي سازمان اندېښنه ښودلې چې ځینې بشرپاله کسان او مدافع وکیلان د هغو هڅو لپاره ځورول شوي چې د افغان ماشومانو او ښځو د خوشې کولو لپاره یې کوي.

دا وروسته له هغه چې ځینو مدافع وکیلانو د کراچۍ په مرکزي زندان کې د وړو افغان ماشومانو او ښځو عکسونه خپاره او د خوشې کولو لپاره یې د عدالت غوښتنې غږ پورته کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې په پاکستاني چارواکو نیوکه کړې چې له ژمنو سره سره یې په پاکستان، په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بندي افغانان نه دي خوشې کړي.

په اعلامیه کې د افغان مسافرو، ماشومانو، ښځو او ناروغانو بندیانول خورا دردونکې پېښه بلل شوې او ویل شوي چې دا کار به د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري.

پاکستان له څلورو لسیزو د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دی.

دغه هېواد ته د کډوالۍ تازه څپه وروسته له هغه پيل شوه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان واک ته ورسېدل.

اکثر دا کسان نورو هېوادونو ته د تلو او یا د کار او د ماشومانو د زده کړو لپاره پاکستان ته کډوال شول.

د دغو افغان بندي ښځو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره په سیمه ییزه کچه د بشري حقونو ځينې فعالان او مدافع وکیلان هڅې کوي.
د دغو افغان بندي ښځو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره په سیمه ییزه کچه د بشري حقونو ځينې فعالان او مدافع وکیلان هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور نږدې ۱۱۸ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال له اګسته پاکستان ته کډه شوي.

په قانوني تګ سربېره لسګونه زره نور خلک په ناقانونه توګه د ویزې او پاسپورټ له نشتوالي پرته پاکستان ته تللي چې هلته یې پر ضد د پاکستاني چارواکو له خوا کلک ګامونه اخیستل شوي.

اکثر یې زنداني شوي، بېرته افغانستان ته شړل شوي یا ضرب العجل ورکړل شوی چې له پاکستانه ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG