د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۳

پاکستان کې د 'پي ټي ایم' د لسګونو غړیو نیونه؛ د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه کړې

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعتراضه غونډې انځور
په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعتراضه غونډې انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام آباد کې د تېرې جمعې ورځې له ترسره شوي لاریون وروسته د خپلو لسګونو غړیو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په کې څو مشهورې څېرې هم شاملې دي.

په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري او مخکښ سیاستوال او د قامي اسامبلې پخوانی غړی علي وزیر شامل دي.

دوی پرون یکشنبې وروسته له هغې ونیول شول چې د تېرې جمعې په ورځ یې په اسلام آباد کې په یوه لاریون کې ګډون او ویناوې وکړې.

ایمان زینب مزارۍ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د غړې او د بشري حقونو د پخوانۍ وزیري شیرین مزاري لور ده.

د زینب جنجوا په نوم یوې مدافع وکیلې فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دواړه فعالان پرون یکشنبې د اسلام آباد په یوه محکمه کې راڅرګند شول او د تروریزم ضد قانون لاندې یوه دوسیه کې په توقیف کې پاتې شول.

د محکمې په یوه سند کې چې یوه کاپي یې دې آژانس لیدلې، د پاکستان پولیسو ویلي چې دوی له جدي تورونو سره مخامخ دي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

علي وزیر، چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان د پوځ سخت منتقد او افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمو کې یې د پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې سخت انتقاد کړی، له دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې د تېرې جمعې ورځې له ترسره شوي لاریون وروسته یې په لسګونو غړي نیول شوي دي.

په دغه لاریون کې چې د راپورونو له مخې تر درې زره پورې کسانو ګډون کړی وو، مېرمن مزاري او علي وزیر دواړو په خپلو ویناوو کې د پښتنو ځورونه وغندله او خپلو کورونو ته یې د نیول شویو کسانو د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه نیونې د نه منلو وړ بللي او ویلې یې دي چې دا د بیان او د غونډو جوړولو لپاره د خلکو د حق پر وړاندې د دولتي تاوتریخوالي یوه ښکاره بېلګه ده او پر دغې تګلارې یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شرین مزاري ویلي چې پولیسو یې لور د خوب په جامو کې بوتله او زیاته یې کړه چې پولیسو د هغې د نیولو لپاره نه امر ورښکاره کړ او نه یې هم لور ته اجازه ورکړه چې خپلې جامې بدلې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو پخوانۍ وزیره شرین مزاري
د پاکستان د بشري حقونو پخوانۍ وزیره شرین مزاري

علي وزیر، چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان د پوځ سخت منتقد او افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمو کې یې د پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې سخت انتقاد کړی، له دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی.

نوموړی د ایالتي حکومت غړی و چې د روانې میاشتې په پیل کې ړنګ شو.

په پاکستان کې چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې د مخالفینو ځپنې ته زور ورکړی او د پخواني صدراعظم عمران خان هغه ځواک یې مات کړی چې لارو او کوڅو کې یې د لاریونونو په ترسره کولو سره نندارې ته وړاندې کړی و.

عمران خان، چې تېر کال له قدرته لرې کړای شوی، روانه میاشت د فساد په تور زنداني شو.

خو نوموړي پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او هغه یې سیاسي انګېزه بللې ده.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG