د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

خيبر پښتونخوا کې د پوځ له لوري د عملياتو پيلېدو پرېکړې د سياسي ګوندونو پراخ غبرګونونه پارولي


پاکستاني پوځيان، ارشيف
پاکستاني پوځيان، ارشيف

د خیبرپښتونخوا ملتپالو ګوندونو د پاکستان د ملي امنیت پر دې پرېکړه چې په دغه ایالت کې د تروریستانو پرضد پراخ عملیات پیلوي، غبرګون وښود.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ وویل، د پاکستاني طالبانو په شمول د ټولو سختدریځو ډلو د تصفیې عمومي عملیات پیلوي.

دې کمېټې د خپلې غونډې په پای کې په یوه بیان کې وویل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولس او حکومت په همکارۍ هراړخیز او پراخ عملیات وشي څو هېواد د «تروریزم له شره» خلاص شي.

د خیبرپښتونخوا ملتپالو ګوندونو ویلي، که حکومت او پوځ یو وار بیا د پښتنو په خاوره کې د دوی په وینا د تپل شوې ترهګرۍ پر ضد عملیات کوي، دوی یې مخه نیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري د اعلان شویو عملیاتو په غبرګون کې ویلي، د پښتنو په خاوره کې هیچا ته د تپل شوې ترهګرۍ پر ضد تش په نامه عملیاتو کې د پښتنو د بې‌کوره کولو او ځپلو اجازه نه ورکوي او پر ضد به یې مقاومت وکړي.

پښتین پر خپله ټویټرپاڼه همدا راز د پاکستان حکومت او پوځ ته د تور ګوته نیولې او لیکلي چې، تروریزم له ۴۰ کلونو راهیسې د حکومت او جنرالانو پالیسي ده.

د عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت مشر ایمل ولي خان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د ملي امنیت په کمېټه کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په اړه تر پرېکړې وړاندې باید لومړی هغه کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي چې ترهګر یې بېرته راوستي دي.

ده همداراز ویلي، چا ته به اجازه ورنه کړي چې پښتانه د جنګي اقتصاد د خسو او خاشاکو په توګه وکاروي.

ترهګري یې نه وه ختمه کړې خو پښتانه یې ډېر ووژل."
افرا سياب خټک

د پاکستان د سناجرګې پخوانی غړی ملتپال سیاتوال افراسیاب خټک وايي، چې ترهګري د پاکستان د حکومت د ناسمو پالیسیو زېږنده ده او مخکې هم په دې سیمه کې عملیات شوي چې نتیجه یې نه لرله.

نوموړي ويلي: "دلته موږ پښتانه وطنپال ګوندونه ځکه د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې د تصمیم مخالفت کوو چې دا ترهګري د پاکستان د حکومت یا دولت د غلطو پالیسیو له کبله پیدا شوې ده، دوی هغه پالیسي نه بدلوي چې په افغانستان یا د پښتنو په سیمو کې یې عملي کوي، دوهمه خبره دا ده چې دوی مخکې هم دغسي عملیات کړي وو، ترهګري یې نه وه ختمه کړې خو پښتانه یې ډېر ووژل."

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي محسن داوړ هم د عملیاتو له پیلېدو سره د مخالفت په ترڅ کې ویلي چې، تېر ځل د ضرب عضب په عملیاتو کې کومه توره وهل شوې وه چې اوس بیا د عملیاتو خبرې کوي.

محسن داوړ
محسن داوړ

په ۲۰۱۴ م کال د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې تر یو میلیون ډېر خلک بې ځایه او کډوال او د پاکستاني طالبانو په شمول سلګونه کسان ووژل شول.

ښاغلي داوړ تور لګولی چې په ضرب عضب عملیاتو کې یوازې د پښتنو د کورونو سامانونه غلا کړل شوي او ترهګرو ته هیڅ نه‌دي ویل شوي او وایي چې، له همدې کبله ولس پر عملیاتو باور نه‌لري.

په پاکستان کې په وروستي یو کال کې تروریستي بریدونه زیات شوي او یوازې د روان ۲۰۲۳ په لومړیو دریو میاشتو کې تر ۱۲۵ زیات پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر او د پوځي استخباراتو یا (ای‌ایس‌ای) د مشر جنرال ندیم احمد انجم په ګډون د پاکستان له صدراعظم او نورو چارواکو سره د ملي امنیت د کمېټې په غونډه کې په داسې حال کې د تروریزم پر ضد د عملیاتو پرېکړه شوې چې، پاکستان له شدید اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی او له بلې خوا انتخابات په مخکې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG