د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ پر سوداګریزو، سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې شوي


د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملایعقوب مجاهد، د استخباراتو رییس وثیق، د عکس منځ کې ملابرادر او چپ لور ته د پاکستان د د فاع وزیر خواجه محمد اصف، د آی ایس آی مشر ندیم انجم او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی محمد صادق او نور چارواکي.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملایعقوب مجاهد، د استخباراتو رییس وثیق، د عکس منځ کې ملابرادر او چپ لور ته د پاکستان د د فاع وزیر خواجه محمد اصف، د آی ایس آی مشر ندیم انجم او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی محمد صادق او نور چارواکي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته رسېدلی او هلته یې له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف د یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشري کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یاد پلاوي د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال عبدلغني برادر، دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد او نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې یاد پلاوي له طالب چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په کرښه د امنیتي ستونزو او دغه شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پیاوړتیا په اړه بحثونه او خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "هغه مسایل چې بحث پرې وشو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله وخت نا وخت د ناامنیو او ستونزو د رامنځته کېدو په اړه خبرې وشوې. دغه شان د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د ځنډېدو او د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیاوو بحثونه وشول."

اخوا د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال عبدالغني برادر د دفتر له لوري په خپور شوي بیان کې چې د دغه دفتر په ټویټرپاڼه خپور شوی راغلي چې د یاد پاکستاني پلاوي او برادر ترمنځ په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې شوي دي.

په بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوي او په کې راغلي، سوداګریزې اړیکې باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا وي.

په بیان کې دغه شان راغلي چې په دې لیدنه کې په تورخم او سپین بولدک کې د مسافرو او عاجلو ناروغانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو او په پاکستاني زندانونو کې د پرتو افغان بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې او بحثونه وشول.

طالب چارواکو سره د دغه پلاوي د لیدنو کتنو په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر ندیم انجم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.

د یاودونې ده چې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشري پاکستاني پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ ناوخته طالب چارواکو د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه وتړله او نن د درېیمې ورځې لپاره لا هم د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده.

د طالبانو حکومت د دې کار لامل د پاکستان له لوري د ژمنو نه عملي کېدل یاد کړي وو، خو جزییات یې نه وو ورکړي.

دغه شان په وروستیو کې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې هم زیاتې شوي چې د ډېری پېښو مسوولیت یې پاکستاني طالبان مني، هغه ډله چې د پاکستاني چارواکو په ګومان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

خو دا ادعا د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې ده.

په اسلام اباد کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، ښايي په دې سفر کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په موجودیت هم خبرې او بحثونه وشي.

هغه وویل: "پاکستان دا ویلي وو چې دوی د طالبانو له حکومت سره د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان چې اوس یې فعالیتونه په پاکستان کې زیات شوي دي، د دې په اړه به خبرې کوي او د طالبانو حکومت ته به یې په اړه معلومات ورکوي او غوښتنه به کوې چې د پاکستاني طالبانو دغه مرکزونه چې پاکستان یې ادعا کوی چې په افغانستان کې دی ړنګ کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټویټ کې ویلي د دفاع د وزیر په مشرۍ یو لوړ پلاوی یې کابل تللی او هلته د افغانستان له سرپرست حکومت له چارواکو سره پر امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کوي.

طالب چارواکو سره د دغه پلاوي د لیدنو کتنو په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر ندیم انجم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.
طالب چارواکو سره د دغه پلاوي د لیدنو کتنو په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر ندیم انجم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.

خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول له پاکستاني لوري سره د خبرو اجنډا په کرښه ستونزې او د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا بللې ده.

نږدې پنځه ویشت ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا د پولیسو په یو جومات تر خونړۍ حملې وروسته چې نږدې سل پاکستاني پولیس په کې ووژل شول د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ادعا کړې وه چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالېږي او دوی به په دې اړه د طالبانو له حکومت سره جدي خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د مونیخ په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه.

خو د طالبانو حکومت هر ځل تر داشان ادعاوو ورسته، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي چې د نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې د نه استعمال په اړه د دوحې هوکړې ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG