د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

نېشنل انټرسټ: پاکستان 'ټي ټي پي' نه شي ماتولای


ارشيف: د پاکستاني طالبانو جنګيالي
ارشيف: د پاکستاني طالبانو جنګيالي

ريلييف ويب:

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه راپور کې چې پرون دوشنبې یې په خپله ریلییف ویبپاڼه کې خپور کړی، په افغانستان کې د روان کال بشري اړتیاوو ته کتنه کړې او لیکي، افغانستان له یوه بېساري بشري ناورین سره مخ دی او د نظام د سقوط او انساني ناورین خطر ډېر واقعي دی.

اوچا وایي، له تصوره لیرې پر انساني زیانونو سربېره دا بشري ناورین د ښځو د حقونو په ګډون د تېرو و۲۰ کلونو ډېری لاسته راوړنې شاته بیایي.

د ریلییف ویب په لیکنه په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۸،۳ ميلیون وګړي چې د افغانستان د ټول نفوس دوه درېیمه برخه ده، د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د بېکارۍ د کچې او د اړینو موادو د بیو لوړېدا د دې سبب شوي چې په متوسط ډول د کورنیو پور زیات شي او خلک ونه شي کولای چې د رامنځته شوي کمزوري اقتصادي وضعیت په وړاندې مقابله وکړي او ورسره خپل ژوند عیار کړي.

د ریلییف ویب په لیکنه، ښایي د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې وضعیت لاخراب شي او علتونه یې هم د ژمي اغېزې، د خوراکي توکو د لوړو نرخونو دوام، د عوایدو کمېدل او بېکاري او دوامداره اقتصادي رکود ښودل شوي دي.

نېشنل انټرسټ:

امریکایۍ نېشنل انټرسټ خپرونه تر دې سرلیک لاندې چې پاکستان، تحریک طالبان نه شي ماتولای په یوه مطلب کې لیکي، پاکستان یو ځل بیا په ستونزو کې راګیر دی او زیاتوي، د تېر۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې افغان طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له لوري د حملو له زیاتوالي سره مخامخ دی، هغې ډلې چې د خپرونې په لیکنه د افغانستان له خاورې د خوندي ځای په توګه کار اخلي.

هغه ادعا چې افغان طالبانو تل رد کړې ده.

نېشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي، افغان طالبان دې ته لېواله نه دي چې د ټي ټي پي په وړاندې اقدام وکړي یا یې اسلام آباد ته ور وسپاري چې دې کار اسلام آباد مایوسه کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه هغه اوربند چې د افغان طالبانو په مرسته د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ ترمنځ رامنځته شوی و، د تېر۲۰۲۲ کال په نومبر کې مات شو او د دې ډلې وسله والو بېرته په پاکستان کې حملو ته زور ورکړی دی.

نېشنل انټرسټ ليکي، په پاکستان کې عمومي افکار او تصمیم نیونکي په دې نظر دي چې ټي ټي پي ته دې اول په پاکستان کې سخت ګوزار ورکړل شي او بیا د اړتیا په صورت کې دې د دې ډلې په وړانډې په افغانستان کې اقدام وشي.

خو د خپرونې په لیکنه تصمیم نیونکي باید دا هم هېر نه کړي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې دغې ډلې په پاکستان کې فعالیت پیل کړی، هم ورسره د سولې د خبرو هڅه شوې او هم یې په وړاندې جګړه شوې خو داسې ښکاري چې دواړو تګلارو تراوسه د پاکستان په ګټه نتیجه نه ده ورکړې.

د نېشنل انټرسټ په لیکنه د ټي ټي پي اړوند د پاکستان تېرو تجربو ته په پام په راتلونکې کې د دې ډلې په وړاندې د پاکستان د پوځ هر پوځي اقدام به ښایې د اوږدې مودې ستراتیژیک هدفونه ترلاسه نه شي کړی او همدارنګه افغانستان هم په دې دریځ کې نه دی چې د ټي ټي پي اړوند ستونزه کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

په اوس وخت کې پاکستانیان باید دا وامني چې له ټي ټي پي سره ژوند وکړي که څه هم ښايي دا مناسب وړاندیز نه وي خو تاریخي او عیني واقعیتونو ته په پام د پاکستان انتخابونه محدود دي.

XS
SM
MD
LG