د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

امیرخان متقي: پاکستان دې د خپل بام واوره د بل چا په بام نه اچوي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن چهارشنبه کابل کې د د معتادینو د یوه حمایوي مرکز پرانیسته کې وویل، د پاکستان وزیران دې د خپل بام واوره د نورو په بام نه ور اچوي او اړتیا ده چې خپلې ستونزې په خپل کور کې حل کړي.

متقي وايي، پاکستان ته مشوره ورکوي څو دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي.

د دوشنبې په ورځ پېښور کې د یوه جومات دننه د یوه ځانمرګي برید له امله له ۹۲ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي.

له دې پېښې وروسته یو شمېر پاکستانیو چارواکو له هغې ډلې د دفاع وزیر ادعا وکړه چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی او د تحریک طالبان پاکستان ډېری غړي په دې هېواد کې اوسېږي.

متقي زیاتوي، که څوک وايي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی نو د ده په وینا که تاسو وايئ چې ترهګري سرحد نه لري او که افغانستان د ترهګرۍ مرکز وای نو دا به چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته هم پراخه شوې وای.

متقي ټینګار وکړ چې دغه هېوادونه امن دي او په خبره یې چې افغانستان کې ترهګري نه شته.

د اغوش په نوم د معتادینو د درملنې پنځه زره بستریز حمایوي مرکز نن چهارشنبه کابل کې پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې طالب چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو، د ترکیې، چین او پاکستان سفارت استازیو هم ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG