د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

په پېښور کې چاودنې ۳۲ کسان وژلي او ۱۵۰ نور ټپیان دي


د پولیسو یوه ویاند د جرمني ډي.پي.اې اژانس ته ویلي نننۍ چاودنه د ماسپښین لمانځه پر مهال د پولیسو د یوه مرکز په جومات شوې.
د پولیسو یوه ویاند د جرمني ډي.پي.اې اژانس ته ویلي نننۍ چاودنه د ماسپښین لمانځه پر مهال د پولیسو د یوه مرکز په جومات شوې.

عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ځانمرګی د ماسپښین په لمانځه کې له امام وروسته لومړني کتار کې ولاړ و او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

د پاکستان پولیس وایي چې د پېښور په یوه جومات کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۲ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

برید نن " دوشنبه د جنورۍ ۳۰مه" د پولیس لاین سیمې په جومات کې شوې، دا هغه سیمه ده چې کلک امنیتي تدابیر په کې وي.

له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې پولیس لاین ته نږدې د سترې محکمې ودانۍ او د پېښور د پېرل کانټنیټل هوټل هم پروت دی.

عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ځانمرګی د ماسپښین په لمانځه کې له امام وروسته لومړني کتار کې ولاړ و او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

د پولیسو سرچینو ویلي چې پېښه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

په پېښور کې خیریه ټولنې په لوډ سپیکرونو او اعلامیو کې له خلکو غواړي چې د پېښو ټپیانو ته وینه ورکړي.

د راپورونو له مخې د چاودنې له کبله د جومات یوه برخه نړیدلې او ترې لاندې یو شمېر کسان بند پاتې دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دا بند پاتې شوي کسان ژوندي دي او که نه.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف دا پېښه غندلې او د خپل هېواد چارواکو ته یې لارښونه کړې چې په ډېره ښه بڼه د ټپیانو درملنه وکړي.

شریف دغه راز ژمنه کړې چې د پېښو د عاملانو په وړاندې به جدي اقدامات ترسره کړي.

تراوسه چا د دې پېښې پړه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG