د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د پېښور یوه جومات کې چاودنې له ۵۰ زیات کسان ووژل


چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.
چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

په پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوې ده چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند وايي، پېښه کې د وژل شوېو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی او ۱۹۴ کسان ژوبل دي.

محمد عاصم د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په ټپیانو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خراب دی.

تردې مخکې، د روغتون بلې ویاندې ناهید جهانګیر ویلي و، چارواکو په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف هم تایید کړه چې حمله کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته.

د پېښور پولیسو ویلي چې چاودنه د مارچ پر څلورمه له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

سیف وویل، یو وسله وال لومړی د شیعه ګانو له جومات سره نېږدې پر پولیسو ډزې وکړې او بیا یې په جومات کې ځانمرګی برید وکړ.

تر دې مخکې د پېښور ښار د پولیسو د مشر دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي و چې "دوو بریدګرو" جامع جومات ته د ننوتو هڅې پر مهال هلته پر "پهره ولاړو پولیس سرتېرو ډزې وکړې چې په کې یو سرتېری ووژل او دویم ژوبل شو."

بیان زیاتوي چې تر ډزو وروسته په جومات کې چاودنه وشوه.

سیف وویل، دا یو "ترهګر برید" و او دا چې د خېبر پښتونخوا حکومت عموماً د جوماتونو او د ولسي غونډو د حفاظت لپاره پولیس سرتېري ځای پرځای کوي.

ده زیاته کړه چې حکومت به د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.

د حملې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه په پېښور کې پر یوې تاڼې د لاسي بم برید شوی وو چې په کې درې سرتېري ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG