د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پېښور کې انتحاري حملې د ملېشه ځواک د یوه افسر په ګډون ۳ کسان وژلي


د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور په حیات‌اباد سیمه کې د پاکستان د ملېشه ځواک پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی چې د چارواکو په خبره د دغه ځواک د یوه افسر په ګډون‌يې لږ تر لږه ۳ سرتېري وژلي او ۷ کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د پېښور ښار د پولیسو یوه مشر عمران ملک وايي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ په حیات‌اباد کې باغ ناران چوک ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملېشه ځواک یو ډاټسن موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و چې ځانمرګي بریدګر ورسره موټرسایکل وجنګاوه او چاودنه‌یې وکړه.

د دغه چارواکي په خبره، په دغه برید کې د ملېشه ځواک د یوه افسر مېجر جمال په ګډون دوه پوځي سرتېري وژل شوي او ۷ کسان په‌کې ټپیان دي چې ۳ په‌کې ملېشه سرتېري او ۴ ملکي کسان دي.

د ښاغلي ملک په خبره، تر چاودنې وروسته‌یې د پېښې ټپیان د حیات‌اباد روغتون ته وړي، امنیتي مقاماتو د پېښې تحقیقات او پولیسو د پېښې په شااوخوا سیمو کې تالاشي عملیات پیل کړي دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"دغه ځانمرګي بریدګر خپل موټرسایکل د «اېف. سي» سرتېرو له موټر سره جنګولی چې په نتیجه کې يې د «اېف. سي» ځواک یو افسر او یو سرتېری ځای پر ځای ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول چې د درملنې لپاره مو روغتون ته وړي دي."

حیات‌اباد د خېبر اېجنسۍ له قبایلي سیمې سره پر پوله پرته د پېښور عصري او حساسه سیمه ده چې پر دولتي ودانیو سربېره په‌کې د پېښور د پولیسو د یو شمېر مشرانو او ګڼ شمېر سیاستوالو کورونه پراته دي.

په دغې سیمه کې د ملېشه ځواک پر موټر دا ځانمرګی برید تر هغې یو ورځ وروسته شوی چې د پاکستان پوځي مقاماتو له خېبر پښتونخوا سره نښتې د خېبر اېجنسۍ د قبایلي سیمې په لیرې پرتې سیمې راجګال کې د وسله‌والو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

د پوځ د ویاند په خبره، په راجګال کې یې دغه عملیات د داعش وسله‌والې ډلې د اغېز غځېدا او له افغانستان څخه‌یې پاکستان ته د را اوښتو د مخنیوي لپاره پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا پر مرکز پېښور سربېره د بلوجستان په مرکز کوټه او د سند په مرکز کراچۍ کې پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي چې تر دې دمه په‌کې د پولیسو د جګپوړو افسرانو په ګډون لسګونه پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف، د داخله چارو وزیر او د خېبر پښتونخوا والي په پېښور کې پر ملېشه سرتېرو ځانمرګی برید غندلی او اړوندو ادارو ته‌یې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.

یاده دې وي چې پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG