د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

پاکستان په خېبر ایجنسۍ کې د "خېبر۴" په نوم پوځي عملیات پیل کړل


د پاکستان پوځي مقامات وايي، افغان پولي ته نېږدې یې د خېبر ایجنسۍ په لېرې پرتې سیمې "راجګال" کې د ترهګرو، په ځانګړي توګه داعش وسله‎والې ډلې د ځپلو لپاره د ""خېبر۴"" په نامه نوي پوځي عملیات پیل کړي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ISPR مشر جنرال اصف غفور د یکشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل، راجګال د خېبر ایجنسۍ ستغه غرنۍ سیمه ده او په خبره یې چې په دغه سیمه کې يې د ترهګرو د مرکزونو د موجودیت په اړه د اطلاعاتو ترلاسه کولو ورسته عملیات پيل کړل.

نوموړي افغان پولي ته نېږدې د دغه پوځي عملیاتو په اړه د تفصیل ورکولو پر مهال وویل، د "خېبر۴" پوځي عملیاتو یو هدف په سیمه کې د داعش وسله‎والې ډلې د ځپلو او له افغانستانه یې پاکستان ته د راتګ او په سیمه کې د اثر و رسوخ مخه نیول دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال اصف غفور
د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال اصف غفور

نوموړی په دې اړه زیاتوي:

"د خېبر د راجګال سیمې پوله چې له افغانستان سره نښتې ده، نو که تاسو د تېرو څو میاشتو پېښې تعقیب کړي وي، په هغه ځای «افغانستان» کې د داعش موجودیت د زیاتېدو په حال کې دی. نو دا عملیات د دې لپاره هم ضروري وو چې د راجګال درې له لارې په پاکستاني سیمو کې د داعش وسله‎والې ډلې چې دا مهال اخوا د پیاوړي کېدو په حال کې ده، اثر رسوخ ختم کړو."

د ښاغلي غفور په خبره، پوځ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په ټول ملک کې د ترهګرو او ورانکارو د ځپلو لپاره د "رد الفساد" پوځي عملیات پیل کړي او په خبره یې چې په خېبرایجنسۍ کې نوي عملیات هم د دغو عملیاتو یوه برخه ده.

نوموړي همدا شان وویل، که څه هم په راجګال کې د ترهګرو د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي خو زیاته یې کړه چې په عملیاتو کې به ورسره هوايي ځواک هم مرسته کوي.

که څه هم په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ځینو خونړیو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې پر غاړه اخېستی، خو جنرال اصف غفور د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې هېواد کې د داعش وسله‎والې ډلې منظم موجودیت رد کړ خو ویې ویل چې د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شوې او ځینې نورې ترهګرې ډلې ځانونه په داعش پورې تړي.

هغه وویل چې د دغو ډلو پر ضد یې عملیات پيل کړي او په پاکستان کې به یې پښو ایښودو ته پرېنه‎ږدي:

"په پاکستان کې د داعش منظم وجود نشته. که څه هم له طالبانو جلا شویو او ځینو نورو ترهګرو ډلو هڅه وکړه د داعش تر چتر لاندې ودرېږي او د ځینو د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت یې هم ومانه، خو موږ د هغوی د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي او د "خېبر۴" عملیاتو په څېر به د هغوی د ځپلو لپاره هرځای ته ورشو."

ښاغلي اصف په پاکستان کې د ترهګرو او ورانکارو د ځپلو لپاره روان ردالفساد عملیات مؤثر وبلل او ویې ویل چې د دغو عملیاتوپه نتیجه کې په ټول پاکستان کې د ترهګریزو پېښو کچه ټیټه شوې او په راتلونکې کې یې د دغو پېښو د لا کموالي هیله وښوده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴میلادي کال کې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د ترهګرو د ځپلو لپاره ضرب عضب پوځي عملیات پیل کړل چې ورسره یې په خېبرایجنسۍ کې هم پراخ عملیات وکړل او د ترهګرو د مرکزونو د له‎منځه وړلو خبر یې ورکړ.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG