د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

حسین حقاني: د افغان جګړې ګټلو لپاره دې پر پاکستان فشار راوړل شي


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني یوه مقاله خپره کړې چې وایي، د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي.

حسین حقاني لیکي:

سره له‎دې چې ویل کېږي طالبان د افغانستان پر ۴۰ فیصده خاورې واکمن دي، خو د طالبانو مشران په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو عملیات کوي، نو د حقاني په مقاله کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا په پالیسۍ کې باید د ولسمشر ټرمپ له‎خوا پر پاکستان لا سخت فشار شامل وي.

مقاله زیاتوي، د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر له ۱۱مې نېټې څخه د امریکا هڅې په‎دې بریالۍ نه‎شوې چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه راوګرځوي نو ولسمشر ټرمپ باید اوس پر یوې بلې لارې غور وکړي.

نیویارک ټایمز د حسین حقاني له قوله لیکي چې امریکايي چارواکو ته دا اسانه کار نه‎دی چې په سمه توګه پاکستان مطالعه کړي.

حسین لیکي:

پاکستان د سړې جګړې پرمهال، په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې او هم د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر تر پېښې را وروسته د القاعده د عملیاتو پرخلاف د امریکا یو عمده متحد پاتې شوی، خو دی وایي، پاکستان دا اتحاد تر ډېره د خپلو وسلو د خوندیتوب، د اقتصادي مرستې او له هند سره د مقابلې په برخه کې د ډیپلوماټیک ملاتړ لپاره ساتلی دی.

مقاله د حسین حقاني له قوله وایي:

"په امریکا کې د پاکستان د سفیر په توګه ما د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو وغوښتل چې له امریکاییانو سره صادقانه چلند وکړي. "

خو مقاله زیاتوي د اسلام‎اباد ځواب دا وو چې دوی واقعاًپه افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي، خو دا کار یې د هند له‎خوا د امنیتي ګواښونو لپاره دی.

حقاني زیاتوي متحده ایالات باید پرې نېږدې پاکستان په افغانستان کې د تُندلارو ملاتړ له هند سره له خپلو شخړو سره وتړي.

د لیکوال په خبره له پاکستان سره د امریکا مرستې باید د طالب مشرانو په وړاندې د پاکستان په یو لړ ځانګړو اقداماتو او مهال‎ویش پورې وتړل شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د حسین حقاني له قوله لیکي پر هغو افرادو او موسساتو بندیز لګول چې په پاکستان کې میشتو طالب مشرانو ته امکانات برابروي او هم د پاکستان له اتکا پرته د سولې خبرو پر مخ وړل، هغه اقدامات دي چې د امریکا پیاوړی دریځ ښیې.

بوسټون ګلوب:

بوسټون ګلوب ورځپاڼې د امریکا د سناتورې الیزابت وارن Elizabeth Warren هغه څرګندونې راخېستې چې افغانستان ته تر سفر وروسته یې کړي دي.

الیزابت وارن چې د امریکا د کانګرس د څلورو نورو غړو سره د افغانستان او پاکستان په ګډون د منځني ختیځ په څلور ورځني سفر تللې وه، د جولای پرڅلورمه نېټه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو او ملکي پرسونل سره ولیدل.

الیزابت وارن بوسټون ګلوب نشریې ته ویلي:

"هېڅ څوک په دې باور نه‎دی چې پوځي لاره، یوازیني حل‎لاره ده، یوه حل لاره باید پوځي اړخ ولري، خو همدا راز اقتصادي او ډیپلوماټیک پلان ته هم اړتیا لري. اړتیا ده چې کورنۍ سیاسي پخلایني په‎کې ښکیلې اوسي او د سیمې بېلابېل هېوادونه هم په‎کې اوسېږې. "

بوسټون ګلوب د وارن له قوله زیاتوي چې دغه پنځه سناتوران به د امریکا له حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی او ښایې ځینې ځانګړي وړاندیزونه ولري، خو په دې اړه یې جزئیات نه‎دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG