د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

غني پاکستان سره د ګډو عملیاتو په اړه د امریکايي سناتورانو وړاندیز ومانه


افغان ولسمشر کابل ته د ورغلیو امریکايي سناتورانو هغه وړاندیز سره توافق کړی چې افغانستان او پاکستان به د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پر ضد ګډ عملیات کوي.

د سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ یو پلاوي پرون په کابل کې له ولسمشر غني سره په دې اړه خبرې وکړې.

دې پلاوي تر دې مخکې په اسلام‎اباد کې د پاکستان د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر یو ویاند نجیب‎الله ازاد وايي، دې امریکایي سناتورانو افغان ولسمشر ته وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترورېستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.

دې امریکايي سناتورانو همدارنګه ویلي چې امریکا به د دې عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابره کړي.

  • د افغانستان او پاکستان تر منځ به دا ګډ عملیات څه ډول عملیات وي؟

په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد وايي:

"دا داسې ګډ عملیات دي چې که دوی «پاکستان» داسې معلومات ولري چې ګوندې د ډیورند د کرښې دېخوا دې ترهګر پټ وي چې تر اوسه داسې معلومات نه‎شته چې افغانستان کې دې داسې پټن‎ځایونه واوسي، موږ چمتو یوو چې د نړیوالو تر څار لاندې عملیات وکړو. همدارنګه په دې ګډو عملیاتو کې به موږ دوی ته د هغو وسله‎والو په اړه اسناد او معلومات سپارو چې پاکستان کې پټن‎ځایونه لري او د افغانستان د حکومت او یا خلکو خلاف جنګېږي. موږ یې په اړه پاکستان او هم متحده ایالاتو ته اسنادونه سپارو او دوی مکلف دي چې په وړاندې یې عملیات وکړي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

نجیب‎الله ازاد وویل، افغانستان پخوا هم دا غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي او موږ هم تل دې ته چمتو یو چې د پاکستاني لوري د ادعاوو په اړه د نړیوالې تولنې تر څارنې لاندې اقدامات وکړو.

خو د ښاغلي ازاد په وینا پاکستاني لوری د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې د ترهګرو خلاف عملیاتو ته نه‌و چمتو.

  • دا چې افغان استخباراتي ادارې دا وړتیا لري چې د کرښې هاغاړه د هغو وسله‎والو خوندي ځالې په دقیقه توګه مشخص کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او په اړه‌یې کره معلومات پاکستان او امریکا سره شریک کړي؟
مک‌کېن:د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي کې باید اساسي تغیرات رامنځته شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

ښاغلي ازاد د افغانستان پر استخباراتي ادارو ډاډ څرګند کړ او ویې‌ویل، زموږ د استخباراتي ادارو کره معلومات د دې سبب شول چې امریکا، چین او اروپايي ټولنه پر دې قانع کړي چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې دي څو پر دې هېواد فشارونه زیات کړي چې په نتیجه کې یې هغوی د یو دریېم‎ګړي هېواد تر څارنې لاندې له د دا ډول ګډو عملیاتو سره موافقه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر خپلو استخباراتي معلوماتو بشپړ باور لرو، زموږ یوازنۍ هڅه همدا وه چې پر پاکستان فشار راشي څو د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې دې ته چمتو شي چې د ترهګرو پر ضد به جنګېږي. دا هماغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو."

  • دا چې امریکا مخکې هم په سیمه کې نظامي حضور او یو ډول څارنه درلوده، د افغانستان او پاکستان پر دې ګډو عملیاتو به‌یې څارنه له پخواني حضور سره څه توپیر ولري او څه ډول څارنه به وي؟

په دې اړه لا ډېر جزئیات نه‎دي روښانه، خو د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ښاغلی ازاد وايي، اوس د جګړې رهبري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې ده، نو د امریکا اوسنۍ څارنه به په افغانستان کې د امریکا له پخواني حضور سره توپیر ولري.

پاکستان ته د امریکايي سناتورانو سفر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

په عین حال کې له اسلام‎اباد وروسته کابل ته تللي د امریکايي سناتورانو پلاوي ویلي، پاکستاني چارواکو ته‌یې په څرګندو ټکو ویلي چې پر خاوره‌یې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د پټن‎ځایونو موجودیت د منلو نه‌دی او باید چې په دې برخه کې خپل دریځ بدل کړي.

داسې ښکاري چې ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې د پاکستان په وړاندې سخت دریځ غوره کوي

د دې سناتورانو له ډلې لېنډسي ګراهام افغان چارواکو ته ویلي، د سیمې اوسنی وضعیت د منلو نه‎دی او که پاکستان تغییر وکړي نو مکافات به ورکړل شي خو که د ترورېزم پر وړاندې يې خپله پالېسي بدله نه‎کړه نو سزا به‌یې وګوري.

XS
SM
MD
LG