د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د افغانستان په اړه ۲ نړېوالې تبصرې، یوه غلې بله یې له زوږه ډکه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه دوه مقالې د دوو غونډو په اړه خپرې کړې دي چې یوه یې غلې، بله یې له شور او زوږه ډکه، د کابل د وروستیو پېښو د قربانیانو لپاره د موټرو له هارنونو سره مله وه.

د ورځپاڼې په باور، د دوشنبې په ورځ د څو سوه موټرو کاروان چې شعارونه یې انتقالول، هارنونه یې کول او د هغو اوو قربانیانو عکسونه یې له ورسره رااخېستې وو چې د جون په میاشت کې د کابل د مظاهرو پرمهال له پولیسو سره د اخ و ډب پر مهال وژل شوي وو.

دا له شخړو ډکه مظاهره د کابل په زنبق چوک کې د مې د ۳۱مې نېټې د موټر بم د پېښې د عکس العمل لپاره شوې وه.

واشنګټن پوسټ د مې د یودیرشمې نېټې د قربانیانو د ستاینې غونډې ته هم اشاره کړې چې د یکشنبې په ماښام په کابل کې د ناټو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې یو شمېر جګپوړي امریکایي او اروپایي چارواکو برخه اخیستې وه.

دوی په پېښه کې د اوو وژل شویو پولیسو کونډې او د هغوی خپل خپلوان وستایل او همدا راز یې په لسګونو امنیتي ټپیان په خپلو ویناو کې وستایل.

د ورځپاڼې په باور هم د یکشنبې د ورځې غلې غونډه او هم د دوشنبې د ورځې له شوره ډکه غونډه په حقیقت کې د کابل د موټر بم چاودنې د ملکي او پوځي چارواکو د درناوي لپاره وې.

په دې چاودنه کې چې د ټانکر په واسطه وشوه، تر ۱۵۰ ډېر کسان ووژل شول او ۶۰۰ زیات ټپیان شول.

بلې امریکایۍ ورځپاڼې باسټون هرالډ بیا کابل او اسلام اباد ته د سناتور جان مککېن په مشرۍ د امریکایي سناتورانو سفر څارلی دی.

د ورځپاڼې په باور د پلاوي مشر سناتور جان مککېن په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم له جګپوړي سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان له لوی درستیز قمر باجوه سره وکتل او ویې ویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په سیمه کې سوله نه شي ټینګیدلی.

ورځپاڼې د پاکستان د سفر پر مهال د سناتور جان مککېن هغه خبره رااخیستې ده چې په ټویټر کې یې له اسلام اباد سره د اړیکو په اړه لیکلي و، زموږ روابط اوس تر بل هر وخت مهم دي.

باسټن هرالډ ورځپاڼه بیا افغانستان ته د امریکایي سناتورانو سفر ته اشاره کوي او لیکي چې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن او افغان چارواکو سره یې کتلي دي.

XS
SM
MD
LG