د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د امریکا د کانګرس یو ۵ کسیز پلاوی کابل ته راځي


ټاکل شوې سبا د امریکا د کانګرس یو ۵ کسیز پلاوی کابل ته راشي.

دغه پلاوی به چې د جان مک‎کېن په مشرۍ دی سبا وروسته له غرمې په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړي او د خپل سفر د اهدافو په اړه به جزئیات وړاندې کړي.

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان ته د دغو سناتورانو سفر تائید کړی، خو نور جزئیات‎یې نه‎دي ورکړي.

افغان حکومت تر اوسه افغانستان ته د دغو سناتورانو د سفر په اړه څه نه‎دي ویلي.

په دغه سفر کې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې له مشر جان مک‎کېن سره د سنا نور غړي لېنډسي ګراهام «Lindsey Graham»، الیزابت وارن «Elizabeth Warren»، شلدون وایټ‌هاوس «Sheldon Whitehouse» او ډېوېډ پردو «David Perdue» هم یوځای دي.

دغه پلاوی پاکستان ته له سفر وروسته افغانستان ته راځي.

XS
SM
MD
LG