د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

مک‌کېن: د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان او سیمه کې سوله نه‌شي راتلی


په داسې حال کې چې په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د جګړې د ستراتېژۍ په اړه غور روان دی د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مک‎کېن وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له همکارۍ پرته نه‎شي راتلی.

ښاغلي مک‎کېن پرون د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له کتنې وروسته د پاکستان ټلوېزیون ته وویل چې د امریکا او پاکستان اړیکې ښايي تر بل هر وخت زیات اوس مهم وي.

پاکستان د حقاني شبکې او د وسله‎والو طالبانو د نورو هغو ډلو د ترورېستي فعالیتونو له کبله چې په دې هېواد کې پټن‎ځایونه لري، د امریکايي چارواکو تر سختو انتقادونو لاندې دی.

پاکستان د امریکايي چارواکو تر سختو انتقادونو لاندې دی.
پاکستان د امریکايي چارواکو تر سختو انتقادونو لاندې دی.

دوو جګپوړو امریکايي چارواکو تېره میاشت روېټرز خبري آژانس ته وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره په دې اړه غور کوي چې په پاکستان کې د دېره وسله‎والو له وجې پر پاکستان فشار زیات کړي، خو مک‎کېن پرون په خپلو څرګندونو کې وویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان او سیمه کې سوله ناممکنه ده.

اسلام‎اباد ته په سفر کې له ښاغلي مک‎کېن سره د سنا نور غړي لېنډسي ګراهام «Lindsey Graham»، الیزابت وارن «Elizabeth Warren»، شلدون وایټ‌هاوس «Sheldon Whitehouse» او ډېوېډ پردو «David Perdue» هم یوځای دي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، د پاکستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک شراکت په سیمه او نړۍ کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره خورا مهم دی.

XS
SM
MD
LG