د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

غني له خلیلي وغوښتل چې د درېیو اجماعګانو لپاره کار وکړي


افغان ولسمشر د سولې د عالي شورا لپاره د نوي رئیس محمد کریم خلیلي د پیژندلو په رسمي مراسمو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دې شورا رول مهم وباله او ویې ویل چې د یوې ملي اجماع د رامنځته کولو، د سولې د خبرو لپاره د تیاریو او هم د سولې د خبرو په ترسره کولو کې د دې شورا رول اساسي او هر اړخېز دی.

اشرف غني په ځانګړي توګه له ښاغلي خلیلي څخه وغوښتل چې د درېیو، ټولنیزې، سیاسي او امنیتي اجماعګانو لپاره کار وکړي.

د ټولنیزې اجماع لپاره د هغه په وینا له له کورنۍ نیولې تر د ټولنې له مختلفو قشرونو سره باید سلا مشوره وشي.

د سیاسي اجماع لپاره د ولسمشر په وینا پکار ده چې له پارلمانه نیولی، د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو له بنسټونو په ځانګړي ډول دیني عالمانو او جهادي شخصیتونو سره سلا مشوره وشي چې په نتیجه کې یې موږ یوې واضح سیاسي اجماع ته ورسېږو او د سولې لاره، داسې لاره وټاکو چې نتیجه ولري.

ولسمشر د امنیتي اجماع په اړه وویل، لکه څنګه چې ده مخکې وویل چې له یوه قوي دولت پرته پایداره سوله نه‎شي راتللی باید امنیتي او دفاعي ارګانونه مو غښتلي ملي او مسلکي وي چې سرتاسري اعتماد پرې وشي، د هغه په وینا یوازې مشارکت هم کافي نه‎دی بلکه قضایي سیسټم او ټولې دولتي ادارې مو باید باکفایته وي.

ولسمشر د سولې د هڅو په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله اجماع د دولت کار او مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه چې دولت به د سولې د خبرو لپاره د تیاریو او هم د ترسره کولو لپاره په بین المللي کچه ډېره هڅه وکړي ترڅو ډېر ملاتړ خپل کړي او په سیمه ییزه کچه به هم د دولتونو ترمنځ ښه مناسبات رامنځه کړي.

ولسمشرد سولې په برخه کې یو ځل بیا پاکستان ته په اشاره وویل چې له دې هېواده سوله نه غواړي بلکه له دې هېواد سره سوله غواړي.

له پاکستان سره د سولې معنی دا ده چې په افغانستان کې یو پیاوړی باعزته دولت ومنل شي.

ښاغلي غنې په دې ټینګار وکړ چې زموږ دولت دارې د معاملې خبره نه‎ده.

XS
SM
MD
LG