د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

رادمنش د پاکستان په غبرګون: هېڅ علاقه نه‎لرو چې بل هېواد تهدید شي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې له ترورېزم سره د جنګ په اوله کرښه پراته دي او هره ورځ قرباني کېږي.

دې وزارت په پاړاچنار کې د وروستیو تروریستي حملو په اړه د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا په کلکه رد کړه.

د پاکستان پوځ پرون شنبه وویل چې په پاړاچنار کې وروستۍ تروریستي حملې د داعش وسله‎والو له افغانستانه ترسره کړي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو مسؤل، تورن جنرال اصف غفور اکسپرېس نیوز ته څرګنده کړه چې په پاکستان کې د بریالیو پوځي عملیاتو له امله، تروریستان ځپل شوي او د خېبر پښتونخوا او کورمې اېجنسۍ شاوخوا، نېږدې سیمو ته یې پناه وړې ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو مسؤل، تورن جنرال اصف غفور
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو مسؤل، تورن جنرال اصف غفور

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"تاسو خبر یاست چې تروریستان له کومه ځایه تمویل او تجهیزېږي. موږ هېڅ علاقه له دې سره نه‎لرو چې بل هېواد له ستونزو او تهدید سره مخامخ شي. موږ د خپلو قربانیو له امله، د سولې په ارزښت ښه پوهېږو. موږ تل له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د ټولې سیمې همکاري غوښتې ده."

ښاغلي رادمنش زیاته کړه چې له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې که د پولي دې غاړې ته د تروریستانو په اړه معلومات لري، د افغانستان له حکومت سره يې شریک کړي.

محمد رادمنش وویل:

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

"موږ ته که پاکستان یا بل هر هېواد معلومات راکړي، په‎دې شرط چې د تروریستانو د ځای څرګندونه په‎کې شوي وي، پر ضد يې اقدام کوو. خو تاسو خبر یاست چې د کوټې شورا، د میرانشاه شورا، د پېښور شورا همدا اوس په پاکستان کې فعالې دي او زموږ د هېواد پر ضد فعالیت کوي. دا ډلې په پاکستان کې هم حملې کوي."

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو مسؤل جنرال اصف غفور ویلي چې سرحد ته د تروریستانو نږدېوالي پر پاړاچنار د حملې زمینه برابره کړه ځکه د هغه په وینا، پاړاچنار تروریستانو ته نرم او اسان هدف و.

د جون په ۲۳تمه نېټه په پاړاچنار کې په غبرګو حملو کې لږ تر لږه ۷۲ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان شوو.

تر چاودنو وروسته د پاړاچنار خلکوله حکومته د امن غوښتنې تحصن پېل کړچې د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ تر خپلو ادعاوو لاندې ستراتيژیکو اهدافو ته د رسېدو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG