د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

ناټو: له پاکستان سره پوله د مخالفینو د پټنځایونو ستونزه باید حل شي


د ناټو عمومي منشي وايي چې د پاکستان په قلمرو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د پټنځایونو ستونزه باید حل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې په پاکستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو ستونزې ته باید د حل یوه لاره وموندل شي.

ښاغلی سټولټنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا مسئله مهمه ده او باید حل شي او زیاته یې کړه چې د ناټو غړو هېوادونو د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستان سره تماسونه هم نیولي دي.

«ناټو ددې ستونزې به اړه له پاکستان سره خبرې کړي دي»
«ناټو ددې ستونزې به اړه له پاکستان سره خبرې کړي دي»

نوموړي زیاته کړه:

"ناټو او ګڼ شمېر متحدانو یې، په تېره امریکا، په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د تروریستي ډلو د پټنځایونو په اړه خبرې کړي، نو په افغانستان کې د کړکېچ د حل د یوې برخې په توګه دا مسئله باید حل شي."

د ناټو عمومي منشي همداراز یادونه وکړه چې د ناټو غړي به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس هم ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تروریستاتو په ځپلو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

متېس په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال وویل، ښايي امریکا او د ناټو غړو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یوناڅاپه کم کړی وي خو ده ژمنه وکړه چې امریکا به خپل ماموریت په بري سره پای ته ورسوي.

جیمز متېس.
جیمز متېس.

متېس وویل، په دې اړه چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو کې ښايي یوڅه بیړه کړې وي عمومي اجماع شته.

په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له یو لکو زیات و خو وروسته له دې چې په افغانستان کې د عملیاتو د درنو لګښتونو له کبله د امریکا پر حکومت کورني فشارونه په زیاتېدو شول، د اوباما ادارې د سرتېرو د کمولو پرېکړه وکړه.

له دې سره وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړ چې په نتیجه کې یې زیات شمېر ملکي افغانان او افغان پوځیان ووژل شول او حکومت پر ډېرو سیمو ولکه له لاسه ورکړه.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې د حقاني شبکې او د کوټې شورا په ګډون د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی.

اسلام اباد د کابل تورونه ردوي او برعکس تور لګوي چې په پاکستان کې حملې هغه وسله والې ډلې کوي چې په افغانستان کې دیره دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې د افغانستان بحران ته باید په سیمه ییزه کچه د حل لاره ولټول شي.

XS
SM
MD
LG