د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

همت: پاکستان راکټو حملو سره غواړي کونړ کې وسله وال ځای پر ځای کړي


د کونړ امنيه قوماندان وايي، پاکستاني ځواکونه ځکه د کونړ پر خاوره بریدونه کوي چې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې سیمې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته خالي کړي.

جمعه ګل همت تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څو کالونو پاکستاني ځواکونه ځکه د ډیورنډ کرښې سره نېږدې ساحو باندې د توپونو ډزې کوي چې یادې سیمې له اصلي اوسېدونکو خالي کړي او پر ځای يې د افغان دولت وسله وال مخالفین ځای په ځای کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستانیان او د هغوی مزدوران غواړي چې په دغو سیمو کې تروریستي ډلې ځای پر ځای کړي او زموږ مجاهد ولس له هغه ځایه مهاجر شي، له هغه وروسته همدغه تروریستي ډلې د کونړ او ختیځ زون د بد امنۍ لپاره وګماري، موږ به د الله تعالی په کمک دا وخت ورنه کړو."

قوماندان وایي، د پاکستانیو توپچي بریدونو له امله زیاتې سیمې خالي شوي چې اوس پکې وسله وال مخالفین پټن ځایونه لري.

هغه وايي، دوی هم پوره چمتووالی لري چې د پاکستانیو ځواکونو هر برید ته ځواب ووايي، خو وايي، له دې وېرېږي چې د افغان ځواکونو په ډزو به د پولې بلې غاړې پرتو قومونو ته زیان ورسېږي.

د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکي هم وايي چې په کومو کورونو کې چې دوی مېشت وي پاکستاني ځواکونه يې په توپونو ولي او کله چې د سیمې خلک خپل کورونه پرېږدي او طالبان پکې هستوګن شي بیا هغه ځایونه نه ویشتل کېږي.

د مامندو یوه اوسېدونکي ولایت خان وویل:

"پاکستانیو ځواکونو د برې مایا کورونه وویشتل، هغه چې له خلکو خالې شوه، بیا يې د خدنګ کورونه تخریب کړل او بیايي د شاتي تنګې د پاکستان مقصد دا دی چې دغه ځایونه خالي کړي او خپل پوځونه ورته را کوز کړي."

خلک وايي، د دوه زره لسم کال څخه پاکستانیو ځواکونو د نړیوالو په موجودیت کې د کونړ پرخاوره راکټي بریدونه پیل کړي چې له امله يې په لسګونو کسان وژل شوي په سلګونو زخمیان او په زیات شمېر کې کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG