د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفارت ته رسمي شکایت وکړ


د افغانستان حکومت پرون یکشنبه کابل کې د پاکستان سفارت ته رسمي شکایت وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، پرون یکشنبه کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر دې وزارت ته وراحضار شوی و.

د خبرپاڼې په حواله، د پاکستان شارژدافیر ته پر هغو مواردو چې د افغانستان حکومت جدي اندېښنه ورته لري، معلومات ورکړل شوي او له دې امله د حکومت رسمي شکایت ورته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د پاکستان له لوري د کونړ پر سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو راکټي حملې روانې دي او افغان لوري يې په مکرر ډول د بندېدلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان حکومت کونړ کې د ډيورند فرضي کرښې پر امتداد د پاکستان د پوځي هليکوپټرو د پروازونو د دوام له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او له پاکستانه د کډوالو د جبري اخراج پر مهال د هغوی ځورونه هم هغه مسایل وو چې د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره خبرې ورباندې کړې دي.

خبرپاڼه وايي چې د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس، موسی عارفي پر دې مواردو د خپل حکومت شدیده اندېښه کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره شریکه کړه او غوښتنه‌یې وکړه چې د ستونزو د حل هڅې وکړي.

کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر له دې امله خواشیني څرګنده کړې او ژمنه‌یې کړې چې د افغان لوري شکایت به له خپلو لوړرتبه چارواکو سره شریکه کړي.

خو کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم نور جزئیات نه‎دي ورکړي.

خو د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال روانه اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي و چې د ملي وحدت حکومت له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان سره د لانجو د حل هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تر ناڅرګنده وخت له افغانستان سره د تورخم او سپین‌بولدک پولې تړلې دي.

د پاکستان حکومت تر ناڅرګنده وخت له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک پولې تړلي
د پاکستان حکومت تر ناڅرګنده وخت له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک پولې تړلي

پاکستاني چارواکو همداراز ویلي چې څلور نوې دروازې به د ډیورند پر کرښه جوړې شې څو د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو پر تګ راتګ ښه څارنه وشي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وړاندیز کړی چې د ملي وحدت حکومت باید د لانجې د حل لپاره له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.

د دې کمېسیون یوه غړي جعفر مهدوي ازادي راډیو ته وویل:

"غوره دا ده چې ستونزې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو له لارې چې دواړه هېوادونه‌یې غړیتوب لري، حل شي. دا به زیاتې مثبتې او اغېزمنې پايلې ولري."

د افغانستان حکومت یوې معتبرې سرچینې تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې دولت پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټي حملو او د افغانستان پر هوايي حریم د پاکستان د تېري له امله، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.

دې سرچینې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې "کابل د پاکستان له داسې تېریو ډېر په تنګ دی."

XS
SM
MD
LG