د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

وکیلان: پر ډیورنډ کرښې دروازې جوړول به اړیکې لا ترینګلي کړي


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون يو شمېر غړي وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا د دروازو د جوړولو احتمالي هڅې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر دې هم ترینګلي کولای شي.

د دغه کمېسیون يوه غړي جعفر مهدوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان حکومت د ستونزو د هواري په هدف کولای شي دغه موضوع له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسنیو شرایطو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دروازو جوړول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي ستونزې سیمه ده، ستونزې نور هم ډېروي، غوره دا ده چې دغه ستونزه د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو له لارې چې دواړه يې هېوادونه يې غړیتوب لري هوارې شي او دا به ښې او ګټورې پایلې ولري."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغ هېواد د سنا په مجلس کې ویلي، د ډیورڼد فرضي کرښې په اوږدو کې د تروریستانو د څارلو په هدف د څلورو دروازو د جوړولو په اړه غور کوي.

د امریکا غږ اشنا راډیو د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمن ویلي چې دغه دروازې به په شمالي او جنوبي وزیرستان او په کرمه او مهمند ایجنسۍ کې جوړې شي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د تورخم او چمن دروازې به هم تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې په مجهزو او مدرنو وسایلو سمبال شي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د داشان اقداماتو هڅې کوي بلکې په تېرو کلونو کې هم څو وارې د تاسیساتو جوړولو پرسر د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د سرغړونو او کړنو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.

په داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه لا په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال وايي، د ستونزو د هواري لپاره ډیپلوماتیکو لارو چارو ته دوام ورکوي.

ښاغلي لېوال ازادي راډيو ته وویل، دا ډول هڅې به دایمي ثبات ونه لري.

عبدالغفور لېوال.
عبدالغفور لېوال.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی د افغانستان روان حالت ته په کتو ښايي ځیني اقدامات وکړي، خو دا به د لنډې مودې لپاره وي، په کړکېچنو حالاتو په پټه د داسې تاسیساتو جوړول دایمي پاېښت نشي لرلای او په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو اراده نشي ننګولای افغانستان هڅه کوي دغه کړکېچ د ډيپلوماتیکو لار حل کړي."

د ډیورنډ په فرضي کرښه کې د پاکستان له لورې د دروازو د جوړولو هڅې په داسې حال کې کېږي چې شااوخوا لس ورځې وړاندې د پاکستان کابیني داسې پلان تصویب کړ چې له مخې به یې تر راتلونکو پنځو کلونو ټولې قبایلي سیمې د خیبر پښوتخوا سره يوځای شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه جماالدین بصیر وايي، افغانستان باید د پاکستان د داشان اقداماتو په وړاندې چې غواړي په يو ډول د ډیورنډ فرضي کرښې ته رسمیت ورکړي چوپ پاتې نشي او په دې اړه خپل رسمي دریځ ولري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG