د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ناټو وايي له ۲۰۱۷ وروسته به هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي


د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو پر ژمنو د ټینګار ترڅنګ په افغان ځواکونو کې د فساد پرضد د اقداماتو غوښتنه کوي.

د ناټو دفاع وزیرانو پرون په بروکسل کې له تودو بحثونو وروسته که څه هم افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو د شمېر په اړه جزئیات روښانه نه کړل خو لکه څرنګه چې د ناټو عمومي منشي وویل، د غوڅ ملاتړ له ماموریت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او په عین حال کې یې د افغانستان په وسله والو قواوو کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د نېږدې څلور زره اضافي سرتېرو استول په پام کې لري او په عین حال کې یې د ناټو له غړو څخه افغانستان ته د شااوخوا درې زره سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

تمه کېده چې امریکا او د ناټو غړي به په پرونۍ غونډه کې خپلې ژمنې اعلان کړي خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان ته د استول کېدونکو سرتېرو د شمېر په اړه جزئیات به وروسته روښانه شي.

متېس:سپینه ماڼې افغانستان ته د سرتېر واستولو په اړه پرېکړه وروسته اعلانوي.
متېس:سپینه ماڼې افغانستان ته د سرتېر واستولو په اړه پرېکړه وروسته اعلانوي.

له دې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس خبریالانو ته وویل سپینه ماڼۍ به د سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وروسته له هغه اعلان کړي چې د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز جوزف ډانفورډ له افغانستان څخه امریکا ته ستون شي.

متېس زیاته کړه چې د سرتېرو د شمېر او د افغانستان د پالیسۍ په اړه وروستۍ پریکړه به ولسمشر ډونالد ټرمپ وکړي.

د ناټو عمومي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو خپله وړتیا ثابته کړې نو ځکه د ناټو غړو منلې چې له ۲۰۱۷ کال وروسته یې هم ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د ناټو غړو موافقه وکړه چې د افغان ځانګړو ځواکونو یا کوماندو د پیاوړي کولو، هوايي ځواک ته د نورو الوتکو او هلیکوپټرو د ورکولو او د سرتېرو روزنې ته د پاملرنې د زیاتولو له لارې د افغانستان د ملي، دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي خو سټولټنبرګ له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د فساد پرضد د مبارزې او د اصلاحاتو هڅې چټکې کړي:

سټولټنبرګ:ناټو په یوازې سر افغانستان ته دوامداره سوله نشي راوستلی.
سټولټنبرګ:ناټو په یوازې سر افغانستان ته دوامداره سوله نشي راوستلی.

"ناټو په یوازې سر افغانستان ته دوامداره سوله نشي راوستلی، موږ پر خپلو افغان شریکانو حساب کوو او ترې غواړو، پر خپلو هغو ژمنو چې د اساسي اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، د قانون د حاکمیت د پراختیا، د فساد پرضد د مبارزې او د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخو کې یې کړې دي عمل وکړي."

ښاغلي سټولټنبرګ همداراز وویل چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي لارې پای ته رسېدلای شي خو ده ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې اوسنی ولاړ حالت باید د پوځي هڅو له لارې پای ته ورسېږي:

"د جګړې د روان وضعیت او د هغه څه ترمنځ چې د خبرواترو پر مېز یې ترلاسه کولای شو مستقیمه رابطه شته، طالبان به تر هغه وخته خبرې ونه کړي چې په دې فکر کې وي چې جګړه ګټلی شي نو موږ باید اوسنی ولاړ حالت مات کړو او افغان ځواکونو ته امکان برابر کړو چې پرمختګ وکړي، له لاسه تللې سیمې بیرته ونیسي، په روان وضعیت کې بدلون راولي او طالبان له دې لارې د خبرو پر مېز د امتیاز ورکولو ته اړ کړي."

ناټو ویلي د وسله والو د پټن ځایونو په اړه یې له پاکستان سره خبرې کړي.
ناټو ویلي د وسله والو د پټن ځایونو په اړه یې له پاکستان سره خبرې کړي.

د ناټو عمومي منشي د پاکستان په قلمرو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو په اړه د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د ناټو دریځ په ډاګه کړ او ویې ویل چې د افغانستان د کړکېچ د حل د یوې برخې په توګه باید دې مسئلې ته جدي پاملرنه وشي او زیاته یې کړه چې امریکا او د ناټو غړو په دې اړه له پاکستان سره په پوځي او سیاسي کچو تماسونه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG