د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

واشنګټن پوسټ: ناټو افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو موافقه کړې ده


ګڼ شمېر نړيوالو رسنیو د افغانستان په اړه د ناټو هېوادونو غونډې او امريکا نوي ستراتيژۍ په اړه مقالې خپرې کړي دي.

تمه ده دا ستراتيژي به په راتلونکو دوو اوونيو کې اعلان شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان مقاله خپره کړې ده، ناټو افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږلو موافقه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې دا اقدام د ناټو قوماندانانو د هغې غوښتنې په عکس العمل کې وشو چې وايي تر درو زرو پوري نور سرتېري دي افغانستان ته ولېږل شي.

د دې راپور د ليکوال په باور، کاناډا او د اروپايي اتحاديې متحدان غواړي وویني چې په افغانستان کې د واشنګټن ماموريت له دوی څه غواړي.

ستارز اينډ سټرايپیس:

ستارز اينډ سټرايپیس خپرونې هم په ورته عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

په دې راپور کې د ناټو د عمومي منشي ينس سټولټنبرګ خبرو ته توجه شوې ده چې وايي، کولای شي تايید کړي په افغانستان کې به د ناټو حضور پراخ شي.

سټولټنبرګ همداراز ويلي چې د ناټو ماموریت به په جګړه کې برخه نه اخلي بلکه په جګړه کې به د افغانانو ملاتړ کوي.

نيشنل انټرسټ:

همداراز نيشنل انټرسټ ورځپاڼې ليکلي د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي باید نه ختمېدونکي جګړې ته د پای ټکۍ کېږدي.

د راپور په لومړيو کې د امریکا د دفاع وزير جیمز متېس خبرو ته اشاره شوې ده چې تېره مياشت يې په کانګرس کې ویلي وو چې واشنګټن تر اوسه په افغانستان کې د جګړې په اړه ستراتيژي نه لري خو ژمنه يې وکړه چې د جولای مياشتې تر پايه به دا ستراتيژي جوړه شي.

نيشنل انټرسټ د دې راپور په يوه برخه کې په افغانستان کې فساد او د پولې ها خوا څخه د سخت دريځو ملاتړ په افغانستان کې د جګړې لوی لاملونه ياد کړي دي.

ليکوال وړانديز کوي، تر هغه وخته چې د سرطان دغه دوې ريښې نه وي ايستل شوي، د امریکا هيڅ نظامي ځواکونه جګړې ته د پای ټکی نشي ايښودلای.

په همدې راپور کې په حکومت کې د فساد يو شمېر مواردو ته په ځانګړې توګه په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې فساد ته اشاره شوې ده.

نيشنل انټرسټ د افغان څېړونکو شبکې يوه تحليلي راپور ته په اشاره ليکلي چې پکي ويل شوي، په زیاتو مواردو کې لوړ رتبه څوکۍ د لياقت پر اساس نه بلکې د راکړې ورکړې پر اساس ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG