د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

عبدالله: طالبانو سره د سولې لپاره د پاکستان همکاري شرط ده


د افغانستان اجرائیه رئیس هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره به همداسې سوله وشي لکه څرنګه چې له حزب‎اسلامي سره شوې ده.

عبدالله عبدالله له طالبانو سره د احتمالي سولې خبره په کابل کې د اروپایي پارلمان له پلاوي سره د چهارشنبې په ورځ د کتو پر مهال وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې سمې سولې ته د رسېدو لپاره د پاکستان همکاري شرط ده څو په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:

"اجرائیه رئیس وویل چې افغانستان د سولې پروسه کې پرمختګ کړی او هڅې کوي چې له طالبانو سره هم سوله وشي، خو هغه اشاره وکړه چې دا سوله هغه وخت ممکنه ده چې په پاکستان کې د وسله‎والو طالبانو پټن‎ځایونه، روزن‌ځایونه او د هغوی ټول ملاتړ له‌منځه ولاړ شي په هغه صورت کې بیا طالبان د سولې خبرو ته چمتو کېږي او تر هغو چې دا ملاتړ وي ډېر چانسونه به نه‎وي چې موږ له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو کې هغسې نتیجه ترلاسه کړو لکه کومه نتیجه چې مو له حزب‎اسلامي سره د خبرو له لارې ترلاسه کړه."

د حزب‎اسلامي ځینو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې تمه لري په دوو اوونیو کې د دوی مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي.

له اجرائیه رئیس سره د خبرو پر مهال د اروپایي ټولنې پلاوي ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې هڅې د اروپایي ټولنې د مأموریت برخه ده او خپلو هڅو ته به په دې برخه کې دوام ورکړو.

د افغانستان اجرائیه رئیس په یوه بله کتنه کې پرون چې هغه هم په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د ناټو د ګډو عملیاتو له قوماندان جنرال سلواتوري فرینا سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د ډیورند کرښې پورې غاړه دې د ترورېستانو ځالې له‎منځه ولاړې شي.

وروسته تر دې چې تېره اوونۍ پاکستان کې څلور چاودنې وشوې او په‎کې تر سلو ډېر کسان ووژل شول، اسلام‎اباد کابل ته د ۷۶ کسانو یو لېست وسپاره تر څو دا کسان پاکستان ته وسپاري او تر دې وروسته روانه اوونۍ په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې د ۸۵ کسانو او د ۳۲ مرکزونو نومونهیې پاکستاني لوري ته سپارلي دي چې پاکستان ډاډ ورکړی دی چې په دې برخه کې به همکاري وکړي، خو افغان سفیر وایي چې موږ د اسلام‎اباد عمل ته انتظار یوو.

XS
SM
MD
LG