د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

حزب‎اسلامي: حکمتیار کابل ته نېږدې دی یوازې د هرکلي جشن ته په تمه دی


حزب‎اسلامي وايي، ګلبدین حکمتیار دا مهال کابل ته څېرمه په یوه ولایت کې دی او د حکومت چمتوالي او استقبالیه جشن ته منتظر دی.

د دغه حزب یوه ویاند حمید عزیزي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې د حزب‎اسلامي د مشر د راتګ په استقبالیه جشن کې شاوخوا یو نیم میلیون کسان ګډون وکړي خو د دغه مراسمو د امنیت ټینګول یو ستونزه ده.

نوموړی هیله ښيي چې د روان هجري لمریزکال د کب تر۲۰ نېټې وړاندې د حزب‎اسلامي او حکومت د شوې هوکړې ډیره برخه عملي شي.

عزیزي زیاته کړه:

"د حزب‎اسلامي د مشر د راڅرګندېدو او کابل ته د نوموړي د راتګ لپاره ټول چمتوالی نیول شوی خو له بده‎مرغه د حکومت د چمتوالي په برخه کې ځیني مشکلات شته د وخت په باره کې موږ ویلای شو چې د حوت تر شلمې نېټې وړاندې انشاالله انجنیر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي."

څه موده وړاندې د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندېزو له لېسته د حزب‎اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار نوم واېسته چې په دې ترتیب د افغانستان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې یو لوی خنډ لېرې شو.

له دې وړاندې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې پلي کیدونکې کمېټې ویلي وو چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

د دغه کمېسیون غړي او د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ویلي چې ګلبدین حکمتیار به د حزب‎اسلامي د زندانیانو د لومړنۍ برخې تر خلاصیدو وروسته کابل ته راشي.

اخوا د ارګ ماڼۍ بیا وايي چې له حزب‎اسلامي سره د شوې هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي او په دې برخه کې به اقدام وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:

"د ملي یووالي حکومت ځان ژمن او مکلف بولي چې د یادې هوکړې ټول موارد عملي کړي."

یو شمېرسیاسي کارپوهان بیا وايي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ او د جګړې د لیکو پریښودل به تر یو بریده په امنیتي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

سیاسي کارپوه بشیر هاتف وايي، که څه هم حزب‎اسلامي په راونې جګړې کې دومره برخه نه لرله خو کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ نورو وسله‎والو ډلو او په خاصه توګه طالبانو ته د سولې په اړه یو واضح پیغام لرلای شي.

XS
SM
MD
LG