د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

ناټو وايي سبا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو شمېر اعلانوي


د ناټو عمومي منشي وایي، دی هیله‌مند دی چې سبا به وکولای شي چې په افغانستان کې د اړتیا وړ نورو سرتېرو مشخص شمېر اعلان کړي.

ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته په څرګندونو کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله‌مند یم چې سبا به وکولای شم د مشخص شمېر په اړه تاسو ته نور معلومات درکړم، فکر نه‌کوم چې نهایي شمېر به ولرو خو ګومان کوم چې په دې اړه به د مختلفو هېوادونو د اعلان په اړه تاسو ته نور معلومات درکړم. لږ تر لږه وبه کولای شم چې په افغانستان کې د ناټو د حضور لپاره د سرتېرو د شمېر په اړه څه ووایم."

سټولټنبرګ: زه هیله‌مند یم چې سبا به وکولای شم د مشخص شمېر په اړه تاسو ته نور معلومات درکړم.
سټولټنبرګ: زه هیله‌مند یم چې سبا به وکولای شم د مشخص شمېر په اړه تاسو ته نور معلومات درکړم.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې پوځي قوماندانانو افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

هغه دا ومنله چې د افغانستان امنیتي وضعیت په دې وروستیو کې ډېر خراب شوی، خو د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ناټو به بیا په دې هېواد کې د جګړې ډګر ته ورونه‌دانګي، وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې دغه جګړه ښه پر مخ بوځي او نه دوی داسې پلان لري او نه‌هم ترې غوښتنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پلان نه‌لرو چې بېرته په محارب مأموریت کې ښکېل شو. خو موږ غواړو چې د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ د مأموریت لپاره مشخص څه شمېر سرتېرو ته اړتیا لرو، موږ غواړو چې دا تنظیم کړو او یقیني کړو چې هلته کافي سرتېري لرو چې وکولای شي دغه مأموریت مخ ته یوسي، موږ په تېره بیا غواړو دا مسئله وڅېړو چې په څه ډول کولای شو په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتو لپاره زیات ځواکونه وروزو، تاسو پوهېږي چې دغو ځواکونو د وسله‌والو طالبانو او ترورېستي حملو په وړاندې اساسي رول لوبولی دی، دوی خپله ښه مسلکي وړتیا او مېړانه ښودلې ده، خو موږ غواړو چې د دغو ځواکونو ظرفیتونه لاپسې لوړ کړو."

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمېر په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې نوې ستراتېژي د بشپړېدو په حال کې ده.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ته چې د بروکسل د غونډې یو ګډونوال دی سپینې ماڼۍ د دې صلاحیت ورکړی چې افغانستان ته د استول کېدونکو امریکایي سرتېرو په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

هغه پرون وویل چې د امریکایي سرتېرو د شمېر تر مشخص کولو مخکې غواړي وویني چې د ناټو متحدین د څه شمېر سرتېرو مرسته کوي.

ټاکل شوې چې ټرمپ دغه نوې ستراتېژي د راروانې میلادي میاشتې په نیمایي کې اعلان شي.

په افغانستان کې امریکايي سرتېري.
په افغانستان کې امریکايي سرتېري.

د ناټو د ۲۹ غړو او په افغانستان کې د ناټو په غوڅ مأموریت کې د ښکېلو هېوادونو د دفاع وزیران سبا د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د افغانستان په استازیتوب په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي ګډون کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې افغانستان به په دې غونډه کې پر دې ټینګار وکړي چې پر پاکستان فشارونه زیات شي.

XS
SM
MD
LG