د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

سرچینه: امریکا افغانستان ته ۴زره اضافي سرتېري استوي


د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي دي چې د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري افغانستان ته نېږدې څلور زره اضافي سرتېري واستوي څو د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې روان ولاړ حالت مات کړي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د دې چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي په راپور کې لیکي، په دې اړه چې افغانستان ته په کوم شمېر سرتېري واستول شي ښايي راتلونکې اوونۍ پرېکړه وشي.

د پلان له مخې دا اضافي سرتېري به د افغان ځواکونو د روزنې او هغو د سلامشورو د ورکولو دنده ترسره کړي خو په کم شمېر به یې د طالبانو او داعش ډلو په وړاندې د ترورېزم ضد عملیاتو لپاره موظف شي.

د پنټاګون ویاند جف دیویس پر دې راپورونو د تبصرې په ترڅ کې وویل چې په دې برخه کې تراوسه هېڅ راز پرېکړه نه ده شوې.

جیمز متېس.
جیمز متېس.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس پرون د کانګرس غړو ته وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ده ته صلاحیت ورکړی چې افغانستان ته د استول کېدونکو سرتېرو شمېر وټاکي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي دي چې اضافي پوځیانو ته د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورو لپاره اړتیا لیدل کېږي، خو پرون د استازو جرګې د بودجې کمېټې ته د څرګندونو پرمهال د امریکا دفاع وزیر دا یادونه هم وکړه چې پخلاینه په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه ده.

جیمز متېس وویل امریکا په افغانستان کې یوازې پر پوځي ستراتیژۍ اتکا نه کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د اضافي امریکايي سرتېرو ونډه مهمه ګڼي.

د ولسمشر سرپرست ویندوی شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم په پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو د مستقلانه ونډې یادونه وکړه، خو د دې ځواکونو د مسلکي روزنې په برخه کې د اضافي امریکايي پوځیان رول مهم بولي خو ښاغلی مرتضوي د دې ترڅنګ سوله په اوږدمهال کې اصلي هدف یادوي.

نوموړي زیاته کړه:

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

"افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال په مستقل ډول عملیات کوي او په دې برخه کې زموږ د ملي ځواکونو وړتیا او قابلیت د منلو وړ کچې ته رسیدلي خو د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورو په برخه کې د امریکا په ګډون د خپلو نړیوالو همکارانو مرستو ته اړتیا لرو او هغه اضافي پوځیان چې دلته راځي هم په همدې برخو کې له به افغان ځواکونو سره مرسته کوي خو په اوږدمهال کې مو پروګرام دا دی چې په افغانستان کې د دولتي حاکمیت له پراخېدو سره یوې دوامدارې سولې ته ورسېږو."

د امریکا پوځ اوس مهال په افغانستان کې نېږدې اته زره او څلور سوه سرتېري لري.

پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې د ولاړ حالت د ماتولو لپاره افغانستان ته ۳۰ زره اضافي سرتېري واستول خو دا شمېره ښايي دا ځل ډېره کمه وي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزیر ښايي د دریو او پنځو زرو ترمنځ د اضافي سرتېرو د استولو سپارښتنه وکړي څو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې روان ولاړ حالت بدل کړي.

XS
SM
MD
LG