د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

بریتانیه افغانستان ته اضافي سرتېري استوي


د برتانیا دفاع وزارت افغانستان ته اضافي سرتیري استوي.

له دې مخکې امریکا او د اسټرالیا په ګډون امریکا ځینو متحدانو افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو ژمنې کړي، خو په دې برخه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن وايي هغه اضافي بریتانوي سرتېري چې مخکې یې د استولو پرېکړکه شوې وه، افغانستان ته استول کېږي.

افغانستان کې بریتانوي سرتېري.
افغانستان کې بریتانوي سرتېري.

ښاغلي فالن د سرتېرو شمېره نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې د دې پلان پر جزئیاتو کار روان دی.

بریتانیا اوس مهال په افغانستان کې پنځه سوه سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزي او په جګړو کې برخه نه لري.

د بریتانیا ددفاع ژورنال خپرونه د ښاغلی فالن له قوله لیکي چې وايي، دا سرتېري به هم غیر محارب وي او د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې به د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملي اردو د قول اردوګانو سرتېرو ته چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې قرارګاوې لېري ترینینګ ورکوي.

په دې روزنیز ماموریت کې د اسټرالیايي پوځيانو د ګډون غوښتنه هم شوې ده.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي.

افغانستان کې اسټرلیايي سرتېری.
افغانستان کې اسټرلیايي سرتېری.

د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټورنبُل د جمعې په ورځ په سیدني ښار کې خبریالانو ته وویل له هېواد څخه یې غوښتل شوي چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي او زیاته یې کړه چې اسټرالیا دې وړاندیز ته چمتو ده او په اړه یې غور کوي.

د امریکا حکومت که څه هم ویلي دي چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي خو جزئیات یې تردې دمه نه دي روښانه شوي.

ویل کېږي پنټاګون په افغانستان کې د خپل پوځي پلان وړاندیز ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې کړی دی خو په دې اړه تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې ده چې د افغانستان له امنیتي، دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته به دوام ورکوي، خو ټولو څرګنده کړې چې په افغانستان کې به یې ونډه په محاربوي برخه کې نه بلکې په مالي او تخنیکي برخو او د افغانستان د امنیتي، دفاعي ځواکونو د روزنې په برخو کې وي.

XS
SM
MD
LG