د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د امریکا کانګرس وايي افغانستان ته د نورو ځواکونو استول به تائید کړي


د امریکا د کانګرس غړي وايي چې که د ولسمشر ټرمپ حکومت افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړي، دوی به‌یې تائید کړي.

د کانګرس ډېری غړي د نورو ځواکونو د لېږلو ملاتړ کوي خو یو شمېر غړي وايي، په کار ده چې د ځواکونو تر لېږلو وړاندې هدفونه مشخص وي.

د جمهوري غوښتونکو سناتورانو په منځ کې یو هم ټام کاټن دی.

دی وايي، د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما تګلارې د سیمې وضعیت خراب کړ.

ده له ولسمشر ټرمپ او د ده له سلاکارانو وغوښتل چې په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي.

سناتور کاټن د سې شنبې په ورځ وویل:

"دا له یوې مودې راهیسي ښکاره ده چې موږ په افغانستان کې ځواک نه‌لرو چې هلته زموږ مأموریت بشپړ کړي."

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو د کمېټې مشر سناتور جان مک‌کېن د مثال په توګه یادونه وکړه، په داسي حال کې چې د امریکا پوځ په افغانستان کې الوتکې نه‌شي ساتلی، قراردادیانو ته ۵۰ میلیونه ډالره ورکوي.

ده چې د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره خبرې کولې، دا د اوباما د حکومت ډېره سادګي وبلله.

ټاکل شوې ده چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو وروستۍ پرېکړه روانه اوونۍ د ولسمشر ټرمپ له لوري وشي.

امریکايي چارواکي وايي چې د نویو لېږل کېدونکو قواوو شمېر به د ۳ زر او ۵ زرو تر منځ وي.

دا پوځیان به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې کار چټک کړي او د ترورېستانو پر ضد جګړه کې به برخه واخلي.

ډموکراتانو بیا ویلي چې د مشخصو هدفونو له ټاکلو پرته به شخړه نوره هم اوږده شي.

د سنا جرګې د دفاعي کمېټې غړي بېل نېلسن وویل، افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو ملاتړ کوي خو د ده په باور امریکا ډېر انتخابونه نه‌لري.

نېلسن «سي اېن اېن» ټلوېزیون ته وویل، د افغانستان حالات د امریکا لپاره د سختې ستونزې ښودنه کوي.

XS
SM
MD
LG