د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

ناټو له بریتانیې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کوي


ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د بریتانیا صدراعظمه ترېزا مې نن چهارشنبه په لندن کې یو بل سره په یوه لیدنه کې افغانستان ته د اضافي بریتانوي سرتېرو پر استولو خبرې وکړي.

له بریتانیا څخه افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو دا غوښتنه له هغې پوره یوه میاشت وروسته کېږي چې طالبانو د «منصوري عملیاتو» په نوم د خپلو پسرلنیو بریدونو پیل اعلان کړ.

ینس سټولټنبرګ.
ینس سټولټنبرګ.

​د ناټو یوې سرچینې ویلي، امریکايي چارواکو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، متحدینو او د ناټو نورو شریکانو ته په افغانستان کې د دې پوځي تړون د راتلونکي په اړه معلومات استولي او ټاکل شوې ده چې د مې میاشتې په وروستیو کې د ناټو مشران د افغانستان په جګړه کې د خپلې راتلونکې ونډې په اړه د بروکسل په غونډه کې خبرې وکړي.

د همدې سرچینې په وینا د دې موضوع پر نورو جزئیاتو به د جون میاشت کې د ناټو تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم خبرې او بحثونه وشي.

د بریتانیا د دفاع وزارت یو ویاند ویلي، دا هېواد په افغانستان کې خپله ونډه په منظمه توګه څېړي څو په افغانستان کې د ناټو مأموریت ته په پام په دې هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر په مناسبه توګه وساتي.

دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ بریتانوي سرتېري مېشت دي چې د کابل د امنیت په ټینګښت کې برخه لري او پر دې سربېره افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه هم ورکوي.

ناټو په داسې حال کې د بریتاینا څخه افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او د امریکا د پوځ لوړپوړو چارواکو هم افغانستان ته د سخت‌دریځو وسله‌والو سره د جګړې لپاره لږ تر لږه د درې زرو نورو امریکايي سرتېرو د استولو سپارښتنه کړې.

د امریکا دا اضافي سرتېري به په افغانستان کې له موجودو امریکايي روزونکو او سلاکارانو سره مرسته وکړي چې په زیات شمېر افغان سرتېرو سره همکاري وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې ټاکل شوې د ناټو له نورو غړو هېوادونو هم وغوښتل شي چې افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.

ناټو دا مهال په افغانستان کې د دیارلس زرو په شااوخوا کې پوځیان لري چې اته زره او څلور سوه‌یې امریکايي پوځیان دي.

XS
SM
MD
LG