د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته د وسله‌والو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه استول شوي


د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له وروستیو جګړو سره سم دغې ولسوالۍ ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل اچین ولسوالۍ ته وروسته تر هغې د اضافي ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه چې د جمعې په ورځ د اچین په وچ کوټ کې د سیمې خلکو په یوې نښته کې د داعش ۱۵ وسله‌وال ووژل.

د ننګرهار د والي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې جګړه کې د یوې ښځې په ګدون پنځه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ښاغلي منګل د داعش پر وړاندې د اچین د ولسونو مېړانه ستایلې ده.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي چې د روان کال له پیل راهیسې يې له افغان سرتېرو سره په ګډه د داعش ۷۵۰ وسله‌وال وژلي دي.

افغان سرتېري.
افغان سرتېري.

د اعلاميې له مخې په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سیعد او بیا د هغه ځای ناستی عبدالحسیب د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ د دې تړون په غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره به د ترورېزم پر ضد مبارزه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ.
ینس سټولټنبرګ.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ترورېزم پر ضد مبارزه کې خپل رول پراخ کړی دی، موږ له څو کلونو راهیسې د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو، موږ به په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې له خپلو شریکانو سره مرستو ته دوام ورکړو چې خپل ځواکونه پیاوړي او خپل هېوادونه باثباته کړي."

متحده ایالاتو په تېره اپرېل میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز او پټن‌ځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټمي بم وغورځاوه چې د افغان مقاماتو په خبره څه د پاسه نوي داعشیان په‌کې ووژل شول.

افغان حکومت او متحده ایالات وايي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې داعش ختم کړي.

XS
SM
MD
LG