د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

مؤحد: داعش د نورستان ځينو سیمو کې خپلو لیکو ته جلب او جذب پیل کړی


په ولسي جرګې کې د نورستان د خلکو یوشمېر استازي او د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، داعش ډلې د دغه ولایت په ځينو برخو کې د سرتېرو جلب او جذب او پټ فعالیت پیل کړی دی.

دوی وايي، د نورستان دواب، منډول، وانټ وایګل، واما، نورګرام هغه ولسوالۍ دي چې داعش پکې خپل جلب او جذب پیل کړی دی.

په ولسي جرګې کې د دغه ولایت یوه استازي مولوي احمدالله موحد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په نورستان کې داعش ډلې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړي.

"د هرې ورځې په تېرېدو سره په نورستان کې د داعش او طالب مرکز پیاوړي کېږي، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د حکومت څخه لېرې دي او طالبان په کې حکومت کوي، موږ داسې راپورونه لرو چې داعش ډلې په دواب او منډول کې جلب او جذب پیل کړی، مرکزونه یې فعاله شوي او هڅه کوي چې له دې لارې لغمان پنجشیر او بدخشان ولایتونه وګواښي."

نوموړی د نورستان له وضعیت څخه د حکومت بې خبري او د داعش جلب او جذب د اندېښنې وړ ګڼي.

نورستان چې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو شاهد هم دی، خو په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

نورستان کې د داعش ډلې نفوذ مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شوی

مؤحد: که د نورستان وضعیت ته پام ونشي ښايي سقوط وکړي

د نورستان د ولایتي شورا رئیس سعدالله هم ازادي راډيو ته وویل چې داعشیانو څلور ورځې وړاندې په نورګرام ولسوالۍ کې په رسمي ډول راډيویي خپرونې پیل کړي دي او په داشان تبلیغاتو سره خلک خپلو لیکو ته هڅوي.

خو اوس پوښتنه داده که چېرې د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونشي، پایلې به یې نورو ولایتونو ته څه وي؟

د امنیتي چارو کار پوه جاوید کوهستاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

جاوید کوهستاني.
جاوید کوهستاني.

"که چېرې نورستان د داعش او نورو جنګیالیو په ترهګریزو فعالیتونو بدل شي کولی شي چې د هېواد د مرکزي او شمالي ولایتونو امنیت ته لوی ګواښ متوجه کړي، خو تراوسه پوري افغان حکومت د داعش ډلې د فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره هېڅ داسې کوم پلان نه لري."

نورستان د پاکستان له چترال سره نښتی او بدخشان، پنجشیر، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته لاره لري.

د کارپوهانو په وینا د دغه ولایت امنیت خرابېدل به نور ولایتونو ته هم ناوړې پایلې ولري.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه دامهال په نورستان کې عملاً په پوځي عملیاتو بوخت دي او دغو ډلو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې امنیتي ګواښونه دي حضور لرو، هغه غرونه چې د چترال له لوري دغو ولسوالیو ته نېږدې دي، موږ د نورستان په مرکز کې هم خپل قوتونه لرو او په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي دي، که چېرې دښمن دغه برخې له خطر سره مخ کړي موږ مقابلې ته چمتو یو."

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان له یوشمېر نورو ولایتونو لکه زابل، کونړ، بدخشاان او سرپل څخه هم د داعش د فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي او حتی امریکا په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو غیر اټمي بم هم د داعش پر مرکز وکاروه.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، که چېرې د نورستان امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونشي دغه ولایت به د داعش په لوی مرکز بدل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG